د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان د ماتو لړۍ روانه ده


دا پنځم ځل دی چې بنګله دېش افغانستان ته په یوې ورځنیو لوبو کې ماتې ورکوي
دا پنځم ځل دی چې بنګله دېش افغانستان ته په یوې ورځنیو لوبو کې ماتې ورکوي

افغانستان د ۲۰۱۹ د کرکټ‌ د نړیوال جام په سیالیو کې خپله اومه لوبه پر بنګله دېش وبایلله.

د پچې له ګټلو وروسته افغانستان بنګله دېش د منډو بلنه ورکړه. بنګله دېش په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

افغانستان ۲۰۰ منډې وکړې او خپله اوومه لوبه یې هم وبایلله. مشفق الرحیم او شکیب الحسن تر ټولو ښه بېټېنګ وکړ. مشفق الرحیم په ۸۳او شکیب الحسن په ۵۱منډو وسوځېدل.

شکیب الحسن په باولینګ کې هم پنځه افغان لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

لوبه د دوشنبې په ورځ (جون۲۴) د ساوتمپتن په همشایر باول لوبغالي‌کې وشوه. په افغان منډه جوړوونکو کې تر ټولو ډېرې منډې کپتان ګلبدین او سمیع الله شینواري‌ وکړې.

ګلبدین ۴۷ او سمیع ۴۹ منډې وکړې.

په افغان بالرانو کې تر ټولو ښه باولینګ مجیب الرحمن وکړ، هغه په لسو اورونو کې ۳۹منډې وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

محمد نبي په ۱۰اورونو کې ۴۱منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. راشد خان بیا په ۱۰اورونو کې یو کس هم ونه سوځوه او ۵۲منډې پرې وشوې.

دولت ځدراڼ په ۹اورونو کې ۶۴منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. ګلبدین بیا په ۱۰اورونو کې دوه لوبغاړی وسوځول او ۵۶منډې پرې وشوې.

XS
SM
MD
LG