د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جنگ د امریکا د پوځ د نوې بودجې په طرحه کې شامل دی


د امریکا کانگرس د متحده ایالاتو د وسله وال پوځ د ٥٧٨ میلیارد ډالرو د لگښتونو لایحه طرحه کړه.

د امریکا د وسله والو ځواکونو د بودجې څخه نژدې ٦٢ میلیارده ډالر په افغانستان، عراق او نورو هیوادونو کې د متحده ایالاتو د روانو عملیاتو لپاره دي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو د کمیټې رئیس سناتور جان مکین، په پخپل تویټر کې لیکلي دي چې د افغانستان امنیتي وضیعت د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ادارې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

ښاغلي مکین ویلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو کمیټې ته تیره میاشت دا خبره تائید کړې ده چې په افغانستان کې جگړه په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ شوی ده. د ښاغلي مکین په وینا لازمه ده چې جمهور رئیس ټرمپ او اداره یې د افغانستان سره د داعش پر وړاندې په جگړه کې جدي عمل وکړي او که نه نو د ستراتیژیکې ماتې خطر ممکن دی.

د اسوشیتید پرس د خبر له مخې د امریکا د بودجې په نوې طرحه کې ۹۸۰ میلیون ډالر د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د بهرنیو ځواکونو روزنې او تجهیز ته ځانگړي شوي دي.

دغه لایحه د کانگرس د دواړو گوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو د مذاکره کوونکو له لورې طرحه شوی ده.

ټاکل شوی چې د کانگرس د استازو د مجلس غړي راتلونکې اونۍ د ٢٠١٧ مالي کال لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په دفاعي لگښتونو بحث وکړي. دغه لایحه د استازو د مجلس له منظورۍ وروسته د سنا مجلس ته د رای اچونې لپاره وړاندې کیږي.

ټاکل شوی چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ هم په څو راتلونکو اونیو کې د امریکا د پوځي لگښتونو د لایحې سره یوه ضمیمه یوځای کړي چې د دفاعي لگښتونو بودجه په اضافي ٣٠ میلیارد ډارو تقویه شي.

جمهور رئیس ټرمپ غواړي چې د ٢٠١٨ کال په مالي بودجه کې چې د اکتوبر په لومړی نیټه پیل کیږي د پوځي لگښتونو لپاره ٥۴ میلیارده ډالر ورزیات کړي.

XS
SM
MD
LG