د لاس رسي وړ اتصالات

ځیني افغانان د ودونو د دودو سر ټکوي


واده کول د نړۍ د انسانانو د ژوند يو له مهمو برخو ګڼل کېږي. د نړۍ د هرې سيمې ودونه ځانته دودونه او رواجونه لري. خو د افغانستان په ځینو سیمو کې يو شمېر خلک د ودونو له ځينې رواجونو سرټکوي.

واده کول د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره يو نېک تړون بلل کېږي او د انسانانو د ژوند د اسوده ګۍ يو لامل همدا واده يادېږي، چې انساني ژوند ته سکون او ارامتيا ورکوي.

له نورې نړۍ سره په ډېر توپير د افغانستان په ځینو برخو کې ودونه له يو شمېر ځانګړو دودونه سره ترسره کېږي، چې دغه يو شمېر ټولنيز دودونه يې د هېرېدو نه دي.

په خپله په پښتني سيمو کې هم د ودونو مراسم يو او بل ته په ډېر کم توپير ترسره کېږي، چې دا دودونه يې ځيني ستايل کېږي او له ځينو يې خلک سر ټکوي.

په دې کې يې ځينې داسې دودونه هم وي چې د اقتصادي زيانونو تر څنګ د دوستۍ اړيکې هم ترينګلې کوي او د ناوې او زوم د کورنيو په منځ کې خوښي او خوشحالي په خپګان بدلوي.

د زيات ولور اخيستل، د ناوې د ماما له لوري د هغې له خسرګنۍ څخه د کبا په نوم د پيسو غوښتل، د ناوې پلرګنۍ ته د غوښتل شويو ميلمنو څخه د زياتو کسانو وروستل او دې ته ورته يو شمېر نور له ناوړه رواجونو يادېږي.

د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسيدونکی ګل کريم د خپلې سيمې د ودونو د يوه رواج په اړه داسې وايي:،،يو رواج دا هم دی، چې د ودونو په وخت کې ځينې کورنيو کې داسې پېښيږي، چې د ناوې پلار يا وروڼه له ټاکلي ولور څخه زياتې پيسې غواړي. د زوم کورنۍ له دې څخه انکار کوي، چې نتيجه کې تاوتريخوالی رامنځ ته کېږي،،.

ځوان رحمت الله په ودونو کې يو بل رواج ته اشاره کوي او وايي خسر خېل د زوم د کورنۍ او کليوالو لپاره ډوډۍ تياروي چې د زوم کورنۍ ورته له ټاکل شويو کسانو زيات ميلمانه ورولي. هغه داسي وايي،، دا رواج دی، چې له واده څخه مخکې د زوم کورنۍ د خېښو لپاره ډوډۍ تياره وي، چې په دې کې ښځې او سړي شامل وي، خو ځيني وخت له ټاکل شوې اندازې زيات کسان د زوم کورنۍ ته ورځي، چې په دې وخت کې د خفګان سبب کېږي،،.

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ اوسيدونکی محمد نعيم په ودونو کې د کبا اخيستلو دود ډېر ناوړه بولي. هغه وايي د ناوې ماما چې له خسرګنۍ څخه د کبا په نوم هر څومره پيسې وغوښتې،د زوم کورنۍ مجبوره ده چې په هغه اندازه پسې ورکړي.هغه داسي وايي،،د واده په ورځ چې ناوې له کوره وځي، د ناوې ماماګان راځي او څومره کبا يې چې د زوم په کورنۍ کيښوده، هغه به ورکوي. کله چې کبا ورنکړي داسې هم شوي، چې د خلکو لپاره پاخه شوي ديګونه يي چپه کړي، واده ته راغلي خلک خپه شوي،،.

محمد نعیم زیاتوي د کبا د اخيستلو لپاره ماما ته د پيسو ورکولو اندازه ټاکل شوې، خو د ناوي تره هم د ماما ترڅنګ د کبا پيسو ته ګوتې شمېري.

په يو شمېر پښتني سيمو کې ديني عالمانو او قومي مشرانو هم د دغو ناوړه دودونو د اصلاح لپاره خپلې هلې ځلې کړې دي، خو کومه ښکاره نتيجه يې نده ورکړې.
XS
SM
MD
LG