د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په اپټا کې د هند د شاملېدو د غوښتنې هرکلی وکړ


افغان حکومت وایي چې تاجکستان او پاکستان دواړو له افغانستان غوښتي، چې تاجکستان دې ددې تړون غړیتوب ترلاسه کړي.
افغان حکومت وایي چې تاجکستان او پاکستان دواړو له افغانستان غوښتي، چې تاجکستان دې ددې تړون غړیتوب ترلاسه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ په تړون یا اپټا کې د هند د شاملېدو د غوښتنې هرکلی کړی دی او وايي، که هند په اپټا کې شامل شي، نو افغانستان ته به یې ګټې زیاتې وي.

د افغانستان تاجکستان او پاکستان ترمنځ چې د اپټا په نوم د تجارتي ترانیزټ کوم تړون لاس لیک شوی، په هغې کې د گډون دپاره هند هم افغانستان ته غوښتنلیک استولی دی او افغانستان ېې هرکلی هم کړیدی.

د افغانستان د سوداگرۍ سرپرست وزیر مزمل شینواری وايي چې د منځنۍ آسیا نه پاکستان ته د بریښنا د غزولو په بدل کې د پاکستان له لارې د هند سره د تجارتي لارې پرانستل وغواړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې دوی ته دوشنبې په ورځ د هند له لورې لیک سپارل شوی، او پدغه لیک کې د اپټا په تړون کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ په تړون کې د شریکدو غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني خبریالانو ته وویل‪"‬ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پخوا په اپټا کې د هندوستان د شاملېدو له لیوالتیا په جریان کې وو، دا چې افغانستان په دوه اړخیزو او څو اړخیزو تړونونو کې د خپل خاورې د اقتصادي پیاوړتیا په فکر کې دی، نو بې له شکه په اپټا کې د هندوستان شاملېدل د افغانستان په ګټه تمامیږي.‪"‬

د هند لخوا دا غوښتنلیک په داسې وخت کې کابل ته رسیږي چې د پاکستان د تجارت وزیر هم کابل کې دی او د دواړو ملکونو افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتی اړیکو په رغولو او ودې خبرې کوي. همداراز د پاکستان د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک هم د یو هیت په مشرۍ کابل کې دی او د نورو چارو په گډون په تجارتی اړیکو هم غږیږي.

د پاکستان د تجارت وزیر غلام دستگر چې د کابل په هوایې ډګرکې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې په دې سفر کې غواړي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سربیره له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

هغه وویل "هدف معلوم دی چې باید د افغانستان او پاکستان د خلکو ملاتړ وشي، حقیقت دا دی چې د سیمې خلک باید سوداګري د اقتصادي ودې، سوکالۍ او د سولې د یوه بنسټ په توګه وکاروي."

بل پلاوی د خیبر پختونخوا د اعلی وزیر پرویز خټک په مشرۍ چې ددغه ایالت ځینې ایالتي وزیران هم پکې شامل دي، راغلی دا پلاوی به هم په ټرانزیټ او سوداګرۍ خبرې وکړي.

د سوداګرۍ د وزارت ویاند مسافر قوقندي امریکا غږ ته وویل په اپټا کې د هندوستان د شاملېدو مسئله به د بحث وړ وي، هغه وویل د اپټا د تړون په اساس هر پنځه کاله وروسته د تړون په مرور یا بیا کتنې بحث کیږي دم ګړۍ ددغه تړون نه پنځه کاله وتلي دي.

له هند وړاندې تاجکستان هم په اپټا تړون کې د شاملېدو غوښتنه کړې وه.

تاجکستان او پاکستان دواړو له افغانستان غوښتي، چې تاجکستان دې ددې تړون غړیتوب ترلاسه کړي.

ویل کیږي، چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په کابل کې په یوه غونډه کې مخامخ د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي په اپټا کې د تاجکستان د شاملېدو غوښتنه کړې وه.

د هند لخوا په اپټا تجارتي تړون کې د گډون او کابل ته د پاکستان د تجارت د وزیر د سفر په اړه د افغانستان د تجارت وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مزمل شینواري د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي دي چې تر دې دمه افغانستان یوازې کولی شي چې د خپل مالونه د پاکستان د واهگې سرحد نه تیر او هندوستان کې خالي کړي، خو پاکستان دا اجازه نه ده ورکړې چې هند نه مالونه بار او د پاکستان د لارې افغانستان ته ورسوي.

ښاغلی شینواری وايي چې افغانستان دا وخت د احتیاج په حالت کې دی خو کولی شي چې اینده کې چې کله د منځنۍ اسیا نه د بریښنا تارونو د افغانستان د لارې پاکستان ته ځي ،نو د دې په سهولت نه د فشار د الې کار واخلي او پاکستان دې ته اړ کړي چې هند او افغانستان ترمنځ ترانیزیتي تجارت ته لاره پرانیزي.

د هند او افغانستان ترمنځ د تجارتي اړیکو ټینگښت د دواړو ملکونو په گټه بلل کیږي. دلته امریکا کې د نړیوالو اړیکو د څیړونو د مرکز هم یو راپور خپور کړیدی او هغې کې ېې د هند او افغانستان ترمنځ په تجارتي اړیکو ساتلو ټینگار کړیدی وا وړاندیز ېې کړیدی چې افغانستان د هند نه د تجارت،اقتصاد ،معارف او نورو څانگو کې ډیر څه ترلاسه کولی شي.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند اجمل عبید عابدي هم د امریکا غږ ډیوه راډیو سره مرکه کې د هند سره د افغانستان تجارتي اړیکي مهمې یادې کړیدي او ویلي دي افغانستان د هند سره تاریخ په اوږد کې تجارتي ورکړه راکړه کړیده او اینده کې به هم ورته لارې خلاصي وي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که هند په اپټا کې شامل شي، نو افغانستان ته به یې ګټې زیاتې وي.

د اپټا د تړون په عملي کېدو کې لا هم پوښتنې شته، ځینې سوداګر وايي، چې پاکستان ددغه تړون پلي کېدو کې جدي ندی.

د سوداګرۍ د وزارت په ویناء ددې کال د جنورۍ د میاشتې په لومړیو کې افغان لارۍ ایله و توانېدې، د ګوادر بندر ته مالونه انتقال کړي خو له هغه لوري د مالونو د راوړلو اجازه نده ورکړل شوې.

افغانستان ته د پاکستان پلاو راتګ او په اپټا کې د هند د شاملېدو نوې خبرې هغه څه دي، چې افغان سوداګر یې مثبت لوري ته پرمختګ ګڼي، دا چې څه به کیږي او څنګه به دا تړون عملي کیږي، ټول یې انتظار باسي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG