د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آیرلینډ څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه مارچ ۱۸ (کب ۲۸) د آیرلینډ لوبډلې ته په دریمې لوبې کې هم ماتې ورکړله او پدې سره یې د دریو شلو اوریزو لړۍ ۲ـ۱ وګټله.

افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته په دریمې لوبې کې د ۵۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان او آیرلینډ چې دواړو یې په یو وخت د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړی، دا شپږم ځل دی چې د شل اوریزو لوبو لړۍ کوي چې پنځه یې افغانستان او یوازې یوه یې آیرلینډ ګټلې.

د دوشنبې په لوبې کې افغانستان آیرلینډ ته د ګټلو لپاره د ۱۵۵ منډو هدف ورکړی و خو د آیرلینډ ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۸م اور کې وسوځیدل او یوازې ۹۸ منډې یې وکړلې.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې ابراهیم ځدراڼ وکړلې. ځدراڼ په ۵۱ توپونو ۷۲ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

د دویمې لوبې برعکس دا ځل د افغانستان تیزو توپو اچوونکو وکړی شو چې د سیالې لوبډلې ډیر لوبغاړي وسوځوي.

عظمت الله عمرزي څلور، نوین الحق درې، فضل الحق فاروقي، راشد خان او ننیګالي خروټي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې وروسته نوین الحق په لنډې مرکې کې وویل چې دا سیالۍ د را روان شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتوالي یو ښه فرصت و.

د دې لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان ته ورکړل شوه چې په توپ اچونې او توپ وهنې کې یې ښه کارکردګي کړې وه.

راشد د ملا عملیاتو له کبله تقریباً څلور میاشتې کیدې چې د افغانستان لپاره یې لوبې نه وې کړي او دا یې تر جوړیدو وروسته د لوبو لومړۍ لړۍ وه.

راشد په لنډې مرکې کې وویل چې پدې لړۍ کې د ځوانو لوبغاړو ځلیدو څخه څرګندیږي چې د کرکت په ډګر کې د افغانستان راتلونکې روښانه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG