د لاس رسي وړ اتصالات

۳ ملېونه افغانان به په دې ژمي کې له لوږی سره مخ شي


۳ ملېونه افغانان به په دې ژمي کې له لوږی سره مخ شي
۳ ملېونه افغانان به په دې ژمي کې له لوږی سره مخ شي

دمرستو ېو شمېر موسسو خبرداریْ ورکړېدی چې په افغانستان کې به درې ملېونه کسان په دې ژمي کې له لوږې سره مخ شي. د دغو ادارو په جمله کې Oxfam او Save the Children د جمعې په ورځ ووېل چې دتېرو کلونو وچکالي ددې سبب شوېده چې له خلکو سره ډېر کم خوراکی شېان پاته شي.

دغو ادارو ووېل چې د خوراکي شېانو بېې اسمان ته ختلي دي او په همدې سبب ېوشمېر کورنۍ دېته اړشوېدي چې ېا ېووخت ډوډۍ ونه خوري ، د پېسو پور ته اړشي او ېا بل ځای ته ولاړشي. دغه ادارې وايي چې ېوشمېر ښوونځي په ځېنو ځاېونو کې بند شوېدي ځکه چې ماشومان هلکان او نجودنې دېته اړشوېدی چې کار او کسب وکړي.

دملگرو ملتونو دېوې ادارې له خوا نه په بېړه باندې غوښتنه شوې ده چې 142 ملېونه ډالره د اکتوبر دمېاشتې لپاره ورکړل شي چې ددغو خلګو په ژوندانه کې اسانتېاوی راشی.

د روېټرز خبري اژانس لېکي چی نړېوالو بسپنه ورکوونکو ددغو غوښتل شوېو پېسو 7 په سلو کې برابرې کړېدي.

په افغانستان کې د اکسفام رئېس منوهر شېنای ووېل چې ډېر لږ وخت پاتی دی چې ېوشمېر ټولنو سره چې مرستو ته اړدی مرسته وشي. ځکه چې ژمی را نېژدی دی او د ژمي له امله ېوشمېر سېمو ته ورتګ مخ پر سختیدو دی. د اکسفام رئېس زېاته کړله چې په ېوشمېر سېموکې واوره همدا اوس پېل شوېده.

د یوه بل خبر له مخې، دننگرهارولاېت چارواکي وايي چې د سړک دغاړي په بم چونو کې څلور ماشومان نن د جمعی په ورځ ووژل شول. په همدغه چاودنه کې شپږ تنه نور کسان زخمی شوېدی. دننگرها ر ولاېت دوالي نطاق ووېل چې ېاغېان اکثرا د سړک پرغاړه ماېنونه د دې لپاره ښخوي چې دافغانستان امنېتي ځواکونه یا نړېوالې قواووی په نښه کړي.

دسړک دغاړې ماېنونه معمولا هغه وخت چول کېږي چې څو ک پرې وربرابر شي اوېاموټروانان پرې موټر ور ولي.

XS
SM
MD
LG