د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان په پخلاینه کې د ښځو حقوق پامالیږي'


د بشري حقوقو دڅارنی موسسه وایی افغان حکومت ښایی دیته لیوال وی چی له یاغیانو سره پخلاینه کی ، دبشري حقوقو په سر روغه جوړه وکړي

د بشري حقوقو یوی مخکښی ډلی پرافغان حکومت او دهغه پر نړیوالوملاتړو غږ کړیدی چی هغه گټی چی د ښځو د حقوقو په برخه کی، په افغانستان کی لاسته راغلي دي خوندی وساتي او دطالبانو سره یی د سولی د خبرونه قرباني نکړي.

په هغه رپوټ کی چی د سه شنبی په ورځ خپور شو، د بشري حقوقو د څارنی موسسی د افغانستان حکومت ته وویل چی دا ضرورت یی له نظره غورزولی دی چی ښځی په هغو پروگرامونو کی خوندی وساتی چی د طالبانو د جنگیالیو د بیا راستنولواو په ټولنه کی یی د ځای په ځای کولو لپاره په نظر کی نیول شویدي.

په نیویارکی دیره، دغی موسسی وویل له طالبانوسره د سولی په خبروکی ددی امکان شته دی چی دافغانستان د ښځو حقوق چی په سختو هلو ځلو لاسته راغلی دی هغه بیرته په شا ولاړ شي . د بشري حقوقو د څارنی د موسسی د واشنگټن رئیس ټام ملینوسکي وویل افغانی میرمنی باید له خپلو حقوقو نه ددی لپاره تیری نشي، چی حکومت له طالبانو سره سوله وکړي.

هغه وویل دابه یوه خواشینوونکی غمیزه وي چی هغه پرمختگ له هغوی نه واخیستل شی چی دافغانستان ښځو او نجونوکړیدی.

دبشري حقوقو ددغی موسسی رپوټ وایی چی د طالبانو واکمنی په وخت کی به څنگه په ځینی سیمو کی ښځی اکثرا په دی سبب تهدید کیدلی او وهل کیدلی چی د ښوونی اوروزنی او یاکار اوکسب د لاسته راوړلو کوشش به یی کاوه او یا به یی په کومه وظیفه کی دپاتی کیدلو هڅه کوله.

د بشري حقوقو دڅارنی دغه موسسه خبرداری ورکوي چی دافغانستان جمهوررئیس حآمدکرزی ښایی دیته لیوال وی چی دسولی په بهیر کی له یاغیانو سره، په معامله کی دبشري حقوقو په سر روغه جوړه وکړی.

XS
SM
MD
LG