د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال وفادار: د ارزوګان د سقوط هڅه مو شنډه کړه


نوموړي وویل طالبانو تر ټولو ډېر کوښښ دا کاوه چې ارزګان ونیسي او حکومت په کې سقوط کړي خو ونه توانېدل.
نوموړي وویل طالبانو تر ټولو ډېر کوښښ دا کاوه چې ارزګان ونیسي او حکومت په کې سقوط کړي خو ونه توانېدل.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مشر تورن جنرال داود شاه وفادار وايي چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې پرلپسې هڅې وکړې چې یو شمېر جنوبي ولایتونه ونیسي، خو په خبره یې افغان ځواکونه د هغوی دغه اهداف له خاورې سره خاورې کړل.

ښاغلي وفادار وویل چي دوی په جنوب کې اوس د خپلو وسله والو مخالفینو زور اوبه کړی او د سر درانه تلفات يې هم وراړولي.

نوموړي وویل طالبانو تر ټولو ډېر کوښښ دا کاوه چې ارزګان ونیسي او حکومت په کې سقوط کړي خو ونه توانېدل.

نوموړي وویل "هغوی کوښښ وکړ چي اروزګان ته سقوط ورکړي او د شمالي هلمند له لاري ځانته امنیتي دهلیز جوړ کړي او د ترینکوټ له لاري د زابل د شاه جوی او ناوې ولسوالیو ته ځانونه ورسوي چې د ډيورنډ کرښې له لاري له شملزو او نوبهار څخه ځانته د وسلو د انتقال موقع تر لاسه کړي، خو موږ سخت وځپل."

جنرال وفادار وايي افغان ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۱۸۱ وسله وال طالبان وژلي او نژدې ۷۵۰ نور یې ژوبل کړي چې په دوی د هغه په خبر یو شمېر بهرني جنګیالي وو.

نوموړي وويل چي د اروزګان په دهراود او چارچینو ولسوالیو کې یې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کي ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ تنه نور يې ټپیان دي .

جنرال وفادار وايي " زموږ کوماندو ځواکونه په دهراود کي کښته شول ۲۴ دښمنان یې ووژل او ۲۲ یې ټپیان کړل چې د مړو جسدونه يې اوس هم سیمه کي پاتې دي دوی سخته ماتې خوړلې او سخت تلفات يې لیدلي او د افغانستان په سطحه يې پلانونه ناکمامه شوي."

د اروزګان ولایت دهراود، شهیدحساس، سراب، چینارتو، خاص اروزګان او چارچینو سیمي د دغه ولایت تر ټولو نا امنه بلل کیږي.

نن د راوزګان نوي والي محمد نذیر خروټي هم د خپل کار په لمړی ورځ پدې ولایت کي امنیت او ښه حکومتداري خپل دوه مهم لمړیتوبونه یاده کړل .

خو له دې سره ، سره عمومي نظر دادی چي د کندز ښار د سقوط پېښي په رواني لحاظ د نا امنیو په اړه د عامو افغانو ترمنځ اندېښنې زیاتي کړي .

اخوا په بغلان ولایت کې پولیس وایي چې د دغه ولایت د تاله او برفکک ولسوالۍ چې دوه ورځې وړاندې طالبانو نیولې وه، افغان ځواکونو د سیمې د اوسیدونکو په مرسته تیرماښام بیرته نیولې ده.
تراوسه طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG