د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ برخلیک ټاکونکی سیالي


د چارشنبې په ورځ د جنوري په شپږمه نیټه افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شارجې په کرکټ میدان کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشړپړ غړي توب لرونکي هیواد زمبابوې د کرکټ ملي ټیم سره د یوې مهمې سیالۍ دپاره مخامخ کیږي. دا سیالي د دواړو ټیمونو ترمنځ ترتیب شوو پینځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ وروستۍ سیالي ده. چې په دې کې اولې دوه سیالۍ افغانستان او وروستۍ دوه سیالۍ زمبابوې په گټه تمامې شویدي.

لومړۍ سیالي:

افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې کمې یعني یو سل یو دیرش منډې وکړې، چې زیاته برخه پکې نور علي ځدران وه. خو په زمبابوې ونشو کړی چې دغه هدف ترلاسه کړي او ټول ټیم ېې په ٨٩ منډو وسوزیده. چې د زمبابوې په دې شکست کې زیاته برخه د افغانستان د توپ اچونکو حمزه هوتک ، او محمد نبي وه .چې لوبه ېې د زمبابوې نه په نهه څلویښت منډو وگټله.

په روانو سیالیو کې د ټولو نه زیاتې منډې محمد شهزاد کړیدي

په روانو سیالیو کې د ټولو نه زیاتې منډې محمد شهزاد کړیدي

دویمه سیالي:دویمه سیالۍ کې زمبابوې افغانستان ته د ٢٥٣ منډو هدف ورکړ ،چې دی کې زیاته برخه د زمبابوې د لوبغاړو ایرون او مور وه. چې پنځوسیزې ېې وکړې. په ځواب کې د افغانستان د سر لوبغاړي شهزاد محمدي د غوره لوبې او یو سل یو دیرش نه ماتیدونکو منډو په برکت دغه هدف په شپږو لوبغاړو پوره کړل.

دې سیالۍ کې هم د افغانستان د منځ لوبغاړي ښه ونه ځلیدل. خو بیا هم افغانستان دوه سیالیو کې د صفر په مقابل کې د دوه بریاو برتري ترلاسه کړه.

دریمه سیالي:

خو بیا په دریمه سیالۍ کې افغانستان گټلې سیالي دلاسه ورکړه اولې د زمبابوې شپږ لوبغاړي د پنځوسو منډو نه مخکې وسوزول ،خو بیا باقي لوبغاړو ورنه منډې ١٧٥ ته ورسولې چې د ماسا کدزا ٨١ منډې د یادولو دي، وروسته افغان کرکټ ټیم ونشو کړی چې دغه اسان هدف ترلاسه کړي او په حیرانونکي ډول ټول لس لوبغاړي په ٥٨ منډو وسوزیدل. چې دې کې د شهزاد محمدي ٣١ منډې شاملې وې. د زمبابوې توپ اچونکي جونگوې په شپږ منډو ورکولو پینځه افغان لوبغاړي وسوزول او ټیم ته ېې د ١١٧ منډو بری په برخه کړ.

څلورمه سیالي:

څلورمه سیالۍ کې زمبابوې بیا اول توپ وهنه وکړه او دا ځل ېې افغانستان ته د گټلو دپاره د ٢٢٧ منډو هدف ورکړ. چې دې کې زیاتې منډې د چبابه او مور وې. افغانستان د دغو منډو په تکل کې یو ځل بیا د مشکل سره مخ شو او ټول ټیم ېې ١٦١ منډو باندې وسوزید چې پرته د شهزاد محمدي او حشمت الله شهیدي یو توپ وهونکی هم سم ونه ځلیده او افغانستان دویم ځل هم د زمبابوې د توپ اچونکو په لاس د تاوان سره مخ شو.دا ځل زیات افغان لوبغاړي د چبابه په لاس وسوزیدل چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

افغانستان تیر اکتوبر کې زمبابوې ته په زمبابوې کې ماتې ورکړې وې

افغانستان تیر اکتوبر کې زمبابوې ته په زمبابوې کې ماتې ورکړې وې

افغانستان په دې څلور سیالیو کې د څلورو مختلفو ټیمونو سره کوز شو. هره لوبه کې ېې یو دوه یا درې لوبغاړي بدل کړل. چې د مبصرینو په وینا د گټې په ځای ېې تاوان وکړو. مهم لوبغاړي محمد نبي ،کپتان اصغر ستانکزی ،نوروز منگل، نجیب ځدران او سمیع الله شینواري هغسې ونه ځلیدل ،څنگه چې تمه کیده.

یوازې محمد شهزاد وکړی شو چې د مقابل ټیم یو څه مقابله وکړي .شهزاد په څلورو سیالیو کې د ټولو نه زیاتې ٢٢١ منډې کړیدي.

د افغانستان توپ اچونه ډیر ښه روانه ده. څلور ځله ېې د زمبابوې ټول ټیم سوزولی دی.حمزه هوتک ،دولت ځدران ،میرویس اشرف، راشد ارمان او محمد نبي ښه ځلیدلي. یوازینی او غټ مشکل ېې توپ وهنه کې دی چې د اخري لوبې په ورځ به ېې هم خلکو سره تشویش وي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم منیجر وايي چې د ټیم لوبغاړي په خپلو دوو ناکامیو خفه دي او غواړي چې اخري لوبه کې خپله دغه نیمگړتیا جبیره کړي او ولس ته د بري زیری ورکړي.

همداراز د افغانستان د ملي ټیم پخوانی کپتان ریس احمدزی وايي چې لوبغاړي باید د اخري لوبې ،تلویزوني کامرو او د ولس د غوښتنو فشار وانخلي او خپله طبعي لوبه دې وکړي.

افغانستان د زمبابوې خلاف په توپ اچونه کې برلاسی او توپ وهنه کې مشکل سره مخ دی

افغانستان د زمبابوې خلاف په توپ اچونه کې برلاسی او توپ وهنه کې مشکل سره مخ دی

د افغانستان او زمبابوې فاینل یا وروستۍ لوبه د شارجې په وخت درې بجې پیلیږي. دې سیالۍ نه پس به دواړه ټیمونه د جنوري په اتمه او لسمه دوه شل اوریزې سیالۍ هم لري. افغانستان د اکتوبر په میاشتې کې زمبابوې ته په زمبابوې کې د پینځو یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو په لړۍ ماتې ورکړې وه. دا د کرکټ په تارېخ کې اول ځل و چې د دویمې درجې یو کرکټ ټیم د اولې درجې ټیم ته داسې سیالیو کې ماتې ورکوي. اوس به کتل کیږي چې افغانستان هغه تاریخ شارجه کې هم تکراروي او که څنگه ؟

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

XS
SM
MD
LG