د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان 'کمزورې' جرگه


د امریکا د فارن پالېسی خپرونه ليکي چې که څه هم د جرگی په پېل کې ناوړه پېښی وشوی او ېاغېانو کوشش وکړ چې جرگه د راکټ په ډزو او ځان مرگو حملو گډه وډه کړي، خو سره له دې هم جرگې د ښاغلي کرزي هغه وړاندیزونه چې له یاغیانو سره د روغې جوړې خبرې وکړي، تائید کړل.

ددې حقیقت سره سره چی د جمهور رئیس پلان، نړېوالو بسپنه ورکوونکیو ته د هغه د ډېر تازه سفر په ترڅ کې وړاندې شو، خو په دغه پلان باندی په جرگه کې په تفصیل باندې بحث ونشو.

فارن پالېسی لېکی، دهغو ټولو بېانېو او مطبوعاتو د خپرونو او تبصرونه چې دجرگی په باب وشوی اوخپرې شوی، دا گرانه ښکاری چې سړی په دې عقېده وکړی چې افغانستان دسولی پړاو ته نژدی شوېدی.

د جرگې داېرول په خپله باندی، په دې برخه کې ، ېوه رېښتونی هڅه نه وه چې هغه کسان چې دافغانستان په برخلېک کې، غټی گټی او یا تاوان کوی، دهغوترمنځ تفاهم او توافق پېدا کړی شی او ېا د سولی لپاره ېو کلک او ځانگړی پلان جوړ کړی شی. رپوټونه واېې چې بحثونه ښه گرم او محدودېت ورباندی نه وخو جرگه په کافې اندازه جامع نه وه، نو په دې توگه په دې کې ناکامه شوه چې ېوداسی رېښتونی ملی توافق منځته راولی چې د جرگی د سولی پلان ته مشروعېت ور وبښی .

فارن پالېسی لیکی، په داسی حال کې چې ١٦٠٠ استاځی له ټول افغانستان نه راغلی وو، رپوټونه واېې چې په دې کسانو کې اکثرېت، د ښاغلی کرزی او دهغه متحدېنو له خوانه ټاکل شوی وو، په دې ترڅ کې سېاسی سېالان او دمدنی ټولنی غړی تر زېاتی اندازې پورې له دغه بهېر نه لېری ساتل شوي وو.

پردې سر بېره، د مهمو ېاغی ډلو ېعنی افغان طالبانو ، دحقانی ډله، او د گلبدېن حکمتېار حزب اسلامی استاځې په دې جرگه کې شامل کړی شوي نه وو.

په جرگه کې په ټولېزډول د جمهوری رېاست له خوانه ټاکل شوی کسان راغلی وو. پخوانې جنگسالاران او د پخوانې شوروی اتحاد د جگړی د وخت مجرب کسان راغلی وو. د جرگی مشر استاد برهان الدېن ربانی د ١٩٩٠ په لسېزه کې هغه وخت جمهوررئېس و چې ېوشمېر جنگسالارانو له طآلبانو سره د ملک د کنترول لپاره جگړه کوله.

فارن پالېسی لېکی چې پرهغه باندی، په دې برخه کې، د متحد کوونکی گومان او اعتباری سړی گومان نه کېږی چې دی به له ېاغېانو سره د سولی کوشش وکړی.

فارن پالېسی لېکی چې طالبانو دا جرگه بې اهمېته او د پروپاگند ېوه وسېله بللی ده. او دخارجی قواو، وتل ېې د هرډول بحث لپاره اولنی شرط بللی دی.

فارن پالېسی لېکی چې په دغو دری ورځو کې د جرگی غړی په ٢٨ کومېټوباندی وېشل شوی وو چې له ېاغېانو سره د سولی په مسله باندی بحث وکړی. ټولو ته سپارښتنی هم شوی وی. دافغانستان د تحلېل کووونکېو له مخی وېل شوېدی چی د جرگی له غړېونه غوښتل شوي وو چې دری شېان په نظر کې ولری:

١- اېا افغانستان له طالبانو سره مذاکرات وکړی اوکه نه؟ ٢- له مخالفېنو سره به د خبرواترو چوکاټ او اصول څه ډول وی؟ ٣- ملی وحدت څنگه تامېن او ټېنگېدلی شی؟

فارن پالېسی لېکی چې دغه سپارښتنی د جرگی د تنظېموونکېو له خوانه دېولړ اعلامېو په ترڅ کې تنظېم شوی وی؛ خو دا اعلامېی لاتراوسه پورې په بشپړ ډول ندی خپرې شوی. فارن پالېسی لېکی چی د ښاغلی کرزی د مشرتوب له تائېد نه علاوه، د جرگی ېوڅو سپارښتنی په دې توگه وې :

١- هغه ېاغېان چې دسولی بهېر ومنی پکارده چې هغوی د ملگرو ملتونو د تورلېست نه واېستل شی. د ملگرو ملتونو په تورلېست کې ، هغه کسان چې له طالبانو سره ملگری وی شامل دی او پرهغوی دسفر کولو اومالی چارو بندېزونه لگېدلی دی.

٢- هغه ېاغېان چې د سولی په بهېر کې برخه اخلی پکارده چې هغوی له بهرنېو ترورېستی ډلو سره خپلې اړېکی وشلوی.

٣- ېوعالی کومېسېون دی جوړ شی چی له طالبانو سره د سولی دخبرو هڅی پر مخ بوزی.

۴- هغه پرمختگونه چې ددېموکراسی او ښځو د حقوقو په برخه کې شوېدی پکارده چې هغه له ېاغی ډلو سره د مذاکراتو په بهېر کې قربانی نشی.

٥- دناټو قواوې دې، دافغان پوځ ملاتړ ته ادامه ورکړی، چې داخبره ېقېنی شی چې افغانستان د سېمه ئېزو قدرتونو د جگړی په مېدان بدل نشی.

٦- پکارده چې غټی پانگه لگونی په دې برخه کې وشی چې گټه اوعاېد زېات شی او نېستی کمه کړی شی. د اسلامی تعلېم پروگرامونه دی، د ټولو لپاره زېات کړی شی.

٧ – حکومت دی د سولی د خبرو پروخت دسخت درېځو امنېت تضمېن کړی اوترهغی وروسته دی، د هغوی د ښه ژوند لپاره ترتېبات ونېسی.

٨- ملی او نړېوالی قواوی دی، چپاوونه، بندې کونی او د خاصو مقاصدو لپاره توقېفونی بندی کړی.

د فارن پالېسی لېکوال لېکی چې په دی سپارښتنو کې زما په زړه پورې سپارښتنی دادی:

٩- پکارده چې حکومت په اداره کې له خلاقې فساد سره مبارزه وکړی چی دملت اعتماد پر حکومت باندی منځته راشی.

١٠- پکارده چې حکومت سوله راولی او جناېې اعمال بند کاندی.

فارن پالېسی لېکی چې دا سپارښتنی ترزېاتی اندازې پورې د ښاغلی کرزی دهغه پلان څرگندونه کوی چې دسولی لپاره ېې وړاندی کړی و او په بنېادی لحاظ له نېمگړتېاونه ډک و. په دې سپارښتنو کې وروستی دوه سپارښتنی د هغه د سولی په پلان کې شاملی نه وی.

فارن پالېسی لېکی چی په دغه پلان کې کې د هغوسېاسی شکاېتونو چاره نده ښودل شوی، چې د بغاوت عامل گڼل کېږی. ددې په ځاې داوېل شوېدی چی اقتصادی عوامل بغاوت ته د ورجلبېدلو اساسی عامل دی. او ېاغېان د اقتصادی، مشوقو وړاندېزونو په واسطه راخپل کېدلی شی. په داسی حال کې چی ډېر تحلېلونه دا څرگندوی چی جنگېالی له ېاغېانو سره د ډېرو پېچلو دلاېلو لپاره ېوځای شوېدی ، نه ېوازې د کارونو اووظاېفو د پېداکولو لپاره. ډېر کسان له ېاغېانو سره په دې ېوځاې شوېدی چې له افغان حکومت سره سخت ناخوښه بلکه په غوسه دی. هغوی دافغانستان حکومت په اداری فساد اخته، د خلکو په حقوقو تېری کوونکی اوغېرمشروع بولی.

فارن پالېسی لېکی چی په دری لنډو ورځو کې جرگه ېوازې په دې قادرشوه چې غېر مرعی الاجرا سپارښتنی وکړی، جرگی ونشوکړلی چې د ښاغلی کرزی د سولی په پلان باندی جدی بحث او څېړنه وکړی او نه ېې معنی دار اومتبادل اصول وړاندی کړی شول. فارن پالېیس په پاې کې لېکی چې اصلی مقصد داوچې د ښاغلی کرزی موقف د نړېوالی ټولنی په مقابل کې ددی لپاره اوچت کړی چې دهغوی ملاتړ وساتلی شی.

فارن پالېسی لېکی چې ترڅو پورې، د افغان ټولنی پراخه اونماېنده خلک منځته رانشی او افغانان په خپله له ځان نه ونه پوښتی چې دوامداره سوله څنگه منځته راتللی شی، دابه گرانه وی چې رېښتونی بدلونونه به په پالېسی اوعمل کې منځته راشی.

XS
SM
MD
LG