د لاس رسي وړ اتصالات

ګلبدین: هیله لرو بنګله دېش سره لوبه موږ ته یوه ښه ورځ وي


ګلبدین هیله وښوده چې پاتې لوبې ښې نتیجې ولري
ګلبدین هیله وښوده چې پاتې لوبې ښې نتیجې ولري

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي ټیم کپتان ګلبدین نایب وایي‌ چې په نړیوال جام کې د افغانستان ټیم لوبه تر لوبې ښه کیږي او هیله ده چې له بنګله دېش سره لوبې کې نتیجه بل ډول وي.

هغه وویل زموږ ټیم د افغانستان ټیم یوه کمزوې لوبډله نه ده ( هیله لرم چې له بنګله دېش سره د لوبې ورځ‌به زموږ لپاره یوه ښه ورځ‌وي.

افغانستان او بنګله دېش د دوشنبې په ورځ (جون۲۴) د ساتمپتن په همشایر باول کې لوبیږي، دا هماغه میدان دی چې افغانستان پر هند لوبه وبایلله.

هغه وویل چې کرکټ د ورځې لوبه ده او هر چا چې ښه لوبه وکړه،‌ هماغه یې ګټي. هغه وویل سره له دې چې بنګله دېش په آسیا کپ کې افغانستان ته ماتې ورکړې،‌خو سبانۍ لوبه به بل ډول وي.

هغه وویل بنګله دېش له افغانستان څخه ویره لري.

ګلبدین نایب وویل د نړیوال جام په لومړیو سیالیو کې یې ښې لوبې ونکړې خو هیله یې وښوده چې دا را روانې لوبې متفاوتې وکړي.

ګلبدین وویل چې بنګله دېش په کور دننه د لوبو ښه امکانات لري او ده په خپله هلته د ۵۰ اورونو په سیالیو کې لوبه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG