د لاس رسي وړ اتصالات

زمبابوې افغانستان ته په درېیمې لوبې کې ماتې ورکړه


دا په روانو لوبو کې د زمبابوې لومړنی بری دی
دا په روانو لوبو کې د زمبابوې لومړنی بری دی

زمبابوې له افغانستان څخه درېیمه لوبه وګټله او په دې سره د پنځو لوبو لړۍ ۱/۲ شوه. که افغانستان ګټلې وای، د لړۍ ګټونکی به و.

په درېیمه لوبه کې زمبابوې اول بېټېنګ وکړ او په ۳۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۳۰ منډو هدف ورکړ، خو افغانستان همدا هدف هم پوره نشو کړی.

د افانستان ټوله لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېدله او زمبابوې په دریو منډو دا لوبه وګټله. افغانستان پنځه وروستي لوبغاړي په څلورو اورونو کې وسوځېدل.

اصغر ۳۱، سمیع ۲۹ او شهزاد ۲۰ منډې وکړې، نور ټول لوبغاړي د صفر او ۱۶ منډو ترمنځ وسوځېدل.

په افغان توپ اچوونکو کې بیا ګلبدین نایب څلور، راشد خان درې او فرید ملک د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دوه نورې لوبې پاتې دي، چې افغانستان ته د روانې لړۍ د ګټلو لپاره یوازې د یوې او زمبابوې ته د دواړو لوبو ګټل مهم دي.

XS
SM
MD
LG