د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د نوې کابینې دوزارتونو پر وېش سلا شوې ده


دغه سرچینه وايي ولسمشر د کابېنې د غړو په ټاکلو او ګمارلو کې پر ځانګړو معیارونو ټېنګ ولاړ دی.
دغه سرچینه وايي ولسمشر د کابېنې د غړو په ټاکلو او ګمارلو کې پر ځانګړو معیارونو ټېنګ ولاړ دی.

یو لوړ پوړي افغان چارواکي امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله په نوې کابینې کې د وزارتونو پر وېش سلا شوي خو، دا چې څوک چېرته وزیر شي؟ په دې اړه لا وروستۍ پرېکړې ته رسیدلي نه دي.

د افغان حکومت دغه چارواکي چې د نوم په نه یادولو یې ټېنګار وکړ، وویل دواړو غاړو موافقه کړې ده چې، د دفاع او ماليي چارو وزارتونو ته به ولسمشر او د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ته به اجرایوي ریس، خپل خپل نوماندان معرفي کوي.

دغه سرچینه وايي ولسمشر د کابېنې د غړو په ټاکلو او ګمارلو کې پر ځانګړو معیارونو ټېنګ ولاړ دی.

سره له دې چې د نوي حکومت له جوړېدو دوه میاشتې کیږي، خو لا هم ولسي جرګې ته د نوې کابېنې کوم نوماند وزیر د تاید او رد لپاره، پېژندل شوی نه دی.

ولسمشر غني د خپل کار په لومړنیو ورځو کې د کابېنې ټول غړي، د ۳۴ ولایتونو والیان او د سترې محکمې غړي سرپرستان کړل او د کوم کس د ګمارلو او لېرې کولو صلاحیتونه یې ترې واخیستل.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي امریکا غږ ته وویل " د نوې کابېنې د غړو د ټاکلو لپاره خبرې روانې دي او هڅه دا ده چې وړ او مسلکي کسان وګمارل شي. "

افغان چارواکي وايي د لندن له کنفرانس څخه مخکې به د ځینو مهمو او کلیدي وزارتونو لپاره نوماندان ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

د لندن کنفرانس د رارونې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې جوړیږي او د نړیوالې ټولنې استازي به په کې د راتلونکیو پنځو کلونو لپاره د افغانستان په پراختیايي او امنیتي چارو باندې خبرې کوي.

حکومت که کابینه

تراوسه نه هم د ولسمشرۍ دفتر او نه هم اجرایوي ریاست د کابینې د جوړولو د ځنډ اصلي علت ښودلی دی. خو، دواړو مشرانو ته ځېنې نژدې سرچېنې وايي چې د ځینو مهمو څوکیو پر وېش ژور اختلافات موجود دي، اما ښاغلي سالارزي دا خبره رده کړه.

په ولسي جرګې کې د خوست د خلکو استازې ساهره شریف وايي چې ولسمشر غني یوازې د کابېنې پر وېش ټېنګار کوي خو ښاغلی عبدالله سم نیمايي حکومت ترې غواړي " ډاکټر عبدالله د حکومت نیمايي برخه غواړي، یعني له افغانستان نه د باندې د سفیرانو او د ۳۴ ولایتونو د والیانو په ټاکلو او ان د مشرانو جرګې د غړو په انتصابولو کې هم نیمايي برخه غواړي. "

د ښاغلي عبدالله له ویاند سره مو څو پرلپسې ټیلیفونونه وکړل خو تیلیفون یې ځواب ونه وایه.

د ښاغليو غني او عبدالله ترمنځ د ملي وحدت د حکومت په شوي تړون کې، د مهمو امنیتي، اقتصادي او خپلواکو ادارو د څوکیو په برابر وېش موافقه شوې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG