د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جګړې کې د ناټو سره د روسیې همکاري


د ناټو د تړون یو سل او دیرش زره عسکر همدا اوس په افغانستان کې دیره دي چې 90 زره یې امریکایان دي. مګر سره لدي چې روسیه په سیمې کې خپلې ګټي لري خو په افغانستان کې یې هیڅ کوم پوځي نشته.

په افغانستان کې د مجاهدینو پر ضد د سره پوځ لس کلنه جګړه د هیڅ افغان هیره شوې نده. د مجاهدینو د همدې جګړې له برکته د شوري پخوانی اتحاد دېته مجبوره شو چې خپل پوځ د 1989 میلادي کال د فبروري په میاشت کې د افغانستان نه وباسي.

د روسیې په اړه د افغانانو د نظر په اړه د چارو یو تن امریکایي کارپوه سیټ جونز پدې اړه داسې وایي:

" په اوسني وخت کې د پاکستان نه وروسته د روسیې هیواد دی چې افغان ولس ترینه زیاته کرکه لري. ما د ډیرو افغانانو سره خبرې کړیدي، هغوي اوس هم د 1980 په لسیزه کې د روسیې جګړه په افغانستان کې نده هیره کړې. دا ښه ده چې روسیه په افغانستان کې پوځي ماموریت نلري ځکه چې افغانانو د هغوي جګړه لا نده هیره کړې. "

سره لدې چې روسیه په افغانستان کې هیڅ کوم محاربوي عسکر نلري خو ښاغلی جونز یو ځل بیا وایي چې روسیې په افغانستان کې په روانې جګړې کې همکاري کړیده. او دا کار د دې ویرې په خاطر کړیدی چې د طالبانو کامیابي او یا په افغانستان کې د کورنې جګړې پیل کیدل د روسیې په ګټه نه تمامیږي.

" مسکو د دې نه زیاته اندیښنه لري چې د سخت دریزو اسلامي ډلو لمن به د هغوي تر سرحدونو وروغځیږي. همدا وجه ده چې روسیې ناټو ته دا جازه ورکړه چې خپل لوژستیکي اکمالات د دې هیواد له لارې وکړي او ناټو ته یې خپل هوایي قلمرو او د اورګاډیو پټلۍ د خدمت لپاره چمتو کړې. "

د امریکا او روسیې تر منځ د تازه تړون له مخې ناټو ته دا اجازه ورکړل شویده چې اولیانویسک د پوځي اډې نه ګټه واخلي چې د مسکو نه 9 سوه کیلومتره لیرې جنوب ختیځ خوا ته پرته ده. د دې اډې پخوانی نوم سمبریسک دی او دا په هغه ښار کې پرته ده چې د پخواني شوروی اتحاد بنسټ ایښودونکی ولادمیر لینن هم پکې زیږیدلی دی. اوس پدې اډې کې د روسیې د هوایي ځواک یوه مهمه قطع پرته ده.

د نیویارک په پوهنتون کې د مرکرزي آسیا د هیوادونو د چارو کارپوه الکزاندر کولي وایي چې ناټو به د همدې اډې له لارې خپل مواد د افغانستان نه راباسي.

" د دې اډې یو اهمیت دا دی چې ناټو د لومړي ځل لپاره د روسیې په خاورې کې یوه اډه لري. که څه هم چې پدې ښار کې د ناټو د اډې په خلاف لږې مظاهرې هم شویدي خو که ریښتیا وویل شي نو دا اډه د سوداګرۍ په لحاظ ډیره ګټه لري. ددې اډې له برکته به روسیي چارواکو ته سل ګونه میلونه ډالر په لاس راشي او په حقیقت کې به د روسیې لپاره په مالي لحاظ ډیره ګټه وکړي. "

د امریکا د وار کالج په پوځي پوهنتون کې د امنیتي چارو ماهر سټیفن بلانک بیا وایي چې په روسې کې د ناټو دا اډه ډیره حساسه موضوع ده. ناټو ورته د پوځي اډې نوم نه ورکوي ځکه چې پدې سره نه یوازې د روسیې ولس بلکه حکومت هم په غصه کیږي.

ناټو به خپل پوځي تجهیزات د افغانستان نه لومړی دلته او د دې ځانه امریکا او د اروپا ته انتقال کړي او بله مهمه دا ده چې ناټو به پدې اډې کې پوځ ځای پر ځای نکړي.

XS
SM
MD
LG