د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرگې د زرداري او طالبانو په خبرو بحث وکړ


ولسي جرگې د زرداري او طالبانو په خبرو بحث وکړ

ولسي جرگې د زرداري او طالبانو په خبرو بحث وکړ

د افغانستان پارلمان پرون د طالبانو سره د پاکستان د جمهورریس آصف علی زرداری په لیدو کتو باندی بحث وکړ.

دغه خبره چې ښاغلی زرداری د طآلبانو د نهو مشرانو سره، چې قوماندانان او پخوانی وزیران په کی دی، کتلی دی، د جون په دیارلسمه د برتانیی د لندن د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځی په تحقیقي خپرونه کې وشوه.

دغه رپوټ وایی چې جمهورریس زرداری په ٢٠١٠ کال کی په پاکستان کی د لوړ رتبه طالب بندیانو سره کتلی دي او هغوی ته یی د خلاصون او د هغوی د پوځی عملیاتو سره د ملاتړ وعده کړیده.

د افغانستان د پارلمان غړی معین مرستیال وايي، د ولسي جرگې په غونډه کې کومه پریکړه نده شوې.

د پاکستان دملکی حکومت جمهور ریس آصف علی زرداری چه د امریکا سره د بین المللی تروریزم په ضد مبارزه کی ملگرتوب کوی، د افغان طالبانو سره څنگه ملاقاتونه کوی او د هغوی سره د مرستواو ملاتړ ژمنی کوی؟

ښاغلی مرستیال وایی یوه مسله بیخی واضح ده چه په پاکستان کی دری قوتونه دی ، یو حکومت دی، بل ارپوځ دی اودریم سیاسی تنظیمونه اواحزاب دی. معین مرستیال وایی دا دری واړه قوتونه د افغانستان د مسلی په باره کی واحد نظر نلری، نو هغه څه چه زرداری وایی د خپل حکومت نمایندگی یی وایی. ده وویل :

ښاغلی مرستیال وایی که مونږه د افغانستان د سولی د ملی مشورتی جرگی پریکړو دا ټکی په نظرکی ونیسوچه د وسلوالوطالبانوسره دی خبری وشی نو د مخالفووسلوالو گروپونوکلی ترزیاتی اندازی د پاکستان د مقاماتوسره ده ، او پاکستانی مقامات د روغی جوړی خبروته لاره اوارولی شی. لکه څنگه چه په سیمه کی نورهیوادوه، لکه ترکیه او سعودی عربستان د افغانستان د بحران په حل کی د یو منځگړی رول لوبولی شی، همداسی پاکستان هم په دغه برخه کی غټ کومک کولی شی. نو د زرداری کتل د ملابرادر اویانوروسره چه د روغی جوړی سبب شی یو نیک اقدام دی.

امریکا د پاکستان نه دا غوښتی دی چه د حقانی شبکه وځبی، ځکه ددی ډلی خلک د امریکا اوناټو په قواوباندی حملی کوی، مگر پاکستان تر اوسه دی کار ته غاړه نده ایښی،

ښاغلی مرستیال وایی چه چیری امریکا غواړی چه په افغانستان کی سوله اوامنیت راشی نو په پاکستان باندی دی اقتصادی اوسیاسی فشارزیات کړی.

د پارلمان غړی مرستیال وایی په افغانستان کی د سولی اوامنیت د راوستو لپاره یواځنی لاره د پاکستان اوامریکا صادقانه هلی ځلی دی.

XS
SM
MD
LG