د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: د خلکو هیلې او اندیښنې


د انتخاباتو د لومړي پړاو د ټاکنو د ورځې انځور
د انتخاباتو د لومړي پړاو د ټاکنو د ورځې انځور
په ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون په یو هيواد کې د ولسواکۍ د پیاوړي کیدو او د دموکراتیکو بنسټونو د غښتلي کیدو سبب گرځي.

افغانان هم د خپلو پراخو ستونزو د هوارۍ او د ولسواکۍ د بنسټيزه کولو په خاطرغواړي په ټاکنو کې برخه واخلي. خو د تيرو ټاکنو ځينو ستونزو ته په کتو سره، د دوهم پړاو ټاکنو ته انديښمن دي.

د نورستان ولايت اوسيدونکې عبدالجليل وايي، په تيرو ټاکنوکی درغلۍ انديښمن کړی او هيله لری چې د ټاکنو خپلواک کميسيون، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون او د څارموسسې دې داځل جدي پاملرنه وکړي.

هغه وایي د تيرځل ټاکنو شکايتونه واوريدل شول، خو د اجرااتو نتيجه یې سمه نه وه.

د خوست ولايت اوسيدونکې محبوبه بيا د دوهم پړاو ټاکنو ته ډيره خوشبينه ده. هغه له نورو خلکو هم په ټاکنو کی د پراخ گډون هيله کوي، په ځانگړې توگه هغه پر ټولو خويندوغږ کوي چې په ټاکنوکې برخه واخلي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

د ننگرهار ولايت اوسيدونکې سمون وايي، په تيرو ټاکنو کې محلات ښه وو، خو انگيرنه داسې وه چې امنيتي پيښې به ډيرې رامنځ ته شي، مونږ هم په همدی خاطر د کورنۍ یوه ښځينه هم رايي اچونی ته پری نښوده، خو اومو ليدل چې هرڅه ښه تيرشول. داځل به حتمي د کور پنځلس ښځينه غړې ټولې د رايو صندوقونو ته ځي اوځپله رايه به کاروي.

د پکتيا اوسيدونکی بريالی بيا ټاکنو ته خوشبينه دی او وايي د افغانستان ځوريدلي خلک له جنگ نه نور ستړي شوي اوس ارامي غواړي. د هغه په وینا د ارامۍ لپاره ښه او داسی حکومت په کار دی چی مشر يي د خلکو له خوا ټاکل شوی وي، او په همدی خاطر له ټولو هيوادوالو نه په ولسمشريزو ټاکنوکې د گډون هيله لري.

د نورستان بل اوسيدونکی امان الله خوښ دی چې دوهم پړاو ټاکنې به نتيجه ولري. ځکه دوه نوماندان ټاکنو ته ولاړدي او پايلې به یې خامخا معلومې شي. خو د تيرو ټاکنو په پرتله په دوهم پړاو ټاکنو کی د ډيرو خلکو د گډون هيله نلري، ځکه تيرځل ټاکنو ته د ولايتي شورا استازي ولاړ وو او خلک یې په ټاکنو د گډون له پاره ډيرهڅول، مگر داځل يواځې دوه رقيبان دي.

د زابل ولايت اوسيدونکی چی تنها نوميږی وایي په دې ولايت کې د کمرنگه کمپاين او امنيتي ستونزو له وجې به خلک په ټاکنو کی ډيره برخه وانخلي. سره له دې چې ډير خلک په ټاکنو کې د گډون ليواله دي، خو امنيتي شرايط ورته برابر نه دي.

پورتنيو ټولو انديښنو ته په کتو د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور آشنا راديو ته وويل،
په ټول افغانستان، په ځانگړی توگه د رايی اچونې په مرکزونو کې چې ټاکنې پکې ترسره کیږي د امنيت د ټينگولو په هکله يې د امنيتي ارگانونو سره خبرې کړې دي، او سر له اوسه د خلکو او مرکزونو د امنيت له پاره پوره امنيتي تدابير په پام کې نيول شوی. د نآظرينو د شمېری زياتوالی او په محلاتو کې د حساسو موادو څارهم هغه موارد دي چې په ټاکنو کې به د درغليو کچه راټيټه شي، او دا يي ټول په پام کې نيولي دي. ښاغلي نور دا هم وویل چې د شکايتونو داوريدو د کميسيون سره هم د کارونو د سمون او ښه والی په خاطر په ډیرو مواردو کې موافق دي او هڅه کوي چې د خلکو انديښنو ته مثبت ځواب ووايي.

لکه څرنګه چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ یو نوماند ٥٠+١ رایې تر لاسه نکړي، نو له همدې کبله ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیدېاو د لومړي پړاو دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي وکړای شول چې دوهم پړاو ته لاره مومي. دا دواړه نوماندان به د راتلونکې شنبې په ورځ په پراخه سیالۍ کې خپل بخت وازمایي چې د افغان ولس اکثریت پر کوم یو باندې د خپلې مشرۍ باور کوي.
XS
SM
MD
LG