د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مخالفانو افغان حکومت ته یو لیک استولی


ویل کیږي چې ایران افغان کډوال د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ سوریې ته د جنګ لپاره
ویل کیږي چې ایران افغان کډوال د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ سوریې ته د جنګ لپاره

د افغانستان حکومت مني، چې د سوریې د نظام د مخالفینو له لوري یو لیک د ولسمشر غني په عنوان ور رسېدلی دی، خو حکومتي منبع وايي د افغانستان دولت له نورو دولتونو سره په اړیکه کې دی، نه له ډلو سره.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، امریکا غږ ته وویل چې دا لیک ورسېدلی خو افغان دولت د جګړې نه بلکې د سولې پلوی دی.

کوم لیک چې د سوریې د نظام د مخالفینو له ادرسه لیږل شوی او ځینو رسنیو خپور کړی دی، د افغانستان له حکومت پکې غوښتل شوي، چې د هغو افغان جنګیالیو مخه دې ونیسي، چې سوریې ته د ایران له لوري د بشار الاسد د نظام لپاره جګړې ته لېږل کیږي.

پدغه لیک کې د سوریې د مخالفینو د یوه مشر هیثم المالح له قوله ویل شوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې افغان جنګیالي د مذهبي انګیزو له مخې د سوریې جګړې ته وړل شوي دي.

لیک کې راغلي دي، چې افغان جنګیالي په سوریه کې د نظام سره ګډ د ایران د اخندي رژيم په امر د سوريې د خلکو په وژلو له هیڅ ډول جنایت لاس نه اخلي او جنګي جنایت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم مني، وايي نه یوازې ددغه لیک نه بلکې د ځینو نورو راپورونو له مخې هم په سوریه کې د افغان جنګیالیو له موضوع خبر دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ ته وویل ځینې کوربه هیوادونه له افغان کډوالو ناوړه ګټه اخلي.

احمد شکیب مستغني وویل "متاسفانه افغان مهاجرین په کوربنه هیوادونو کې د افغان حکومت له کنټرول باندې په مختلفو بڼو، له ګواښ او یا تطمع د ځینو غیري دولتي سازمانونو او کله هم د حکومت له لوري هڅول کیږي او دغې جګړې ته ګمارل کیږي".

مستغني وايي، افغان حکومت دا مسئله غواړي له ډيپلوماټیکو لارو حل کړي او پدې تړاوو یې د کډوالۍ له نړیوالو سازمانونو سره هم اړیکې نېولې دي.

د رسنیو د راپور له مخې تر اته زرو پورې افغان جنګیالي د سوریې په جنګ کې برخه لري او د بشار الاسد د نظام ننګه د ایران په همکارۍ کوي

XS
SM
MD
LG