د لاس رسي وړ اتصالات

د آی پي ال لومړنۍ لوبه د راشد او نبي لوبډله کوي


محمد نبي عیسی خیل لومړنی او راشد خان دویم افغان دی چې د آی پي ال سیالیو ته اخیستل کیږي
محمد نبي عیسی خیل لومړنی او راشد خان دویم افغان دی چې د آی پي ال سیالیو ته اخیستل کیږي

په افغانستان کې د کرکټ مینه وال به د ۲۰۱۷ کال د اپریل پنځمه نېټه تل په یاد ساتي.

د هند د کرکټ د لویو تجارتي سیالیو په اولې لوبې کې به د راشد خان او محمد نبي لوبډله سنرایزر حیدرآباد له رایل چلنجرز بنګلور سره لوبه کوي. دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي د هند په دا ډول سیالیو کې لوبیږي.

راشد خان په څلور کروړه هندي روپۍ چې څه باندې شپږ سوه زره ډالره او محمد نبي په ۳۰ لکو هندۍ روپېو چې شاوخوا ۶۰ زره ډالره کیږي، اخیستل شوي دي.

البته دا ټولې پېسې دوی ته نه ورکول کیږي، له دې د هند حکومت مالیه هم ګرځوي، کلپونه هم خپله برخه اخلي او د لوبغاړو د کرکټ بورډ ادارې خپله فیصدي هم اخلي.

کوچنی میلیونر

د نړۍ او په خاص ډول د هند مطبوعات پر راشد خان او محمد نبي بې شمېره لیکنې او تبصرې کوي. ځینو مطبوعاتو راشد خان کوچنی ملیونر یاد کړی دی.

راشد خان ۱۸ کلن ځوان دی او په نړۍ کې په دومره عمر کې ډېر کم خلک وي چې دومره مشهوره شي او دومره پیسې پیدا کړي. په دومره لوی قیمت د راشد خان اخیستلو ډېر خلک حیران کړي.

د سنرایزر حیدر اباد د لوبډلې روزونکي، ټام مودي رسنیو ته ویلي چې راشد خان یې ځکه غوره کړی چې "ځوان دی، نوی لوبغاړی دی، داسې باولینګ کوي چې ډېر بیسټمینان یې مطالعه کولی نشي، ښه فیلډر او د اړتیا په وخت بېټېنګ هم کولی شي".

د نبي د اخیستلو دلیل دا ښودل شوی چې هغه یو ښه الراونډر او تجربه کاره لوبغاړی دی او د لوبې په هر حالت کې بالینګ کولی شي. نبي په بيټېنګ کې هم ښه ځلیدلی دی.

سنرایزر حیدراباد لوبډله د افغان لوبغاړو په انتخاب تر دې دمه خوشحاله ښکاري. راشد خان ویلي هاغسې چې د افغانستان لوبډلې لپاره لوبیږي هماغسې به د خپلې هندۍ لوبډلې، سنرایزر حیدراباد، لپاره هم ولوبیږي.

نبي او راشد دواړو ویلي چې په آی پي ال کې لوبېدل یوه لویه خبره ده او ویاړ ده.

افغانستان ته د آی پي ال ګټې

د آی پي ال په سیالیو کې د هند د مشهورو او ملي لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ مشهور لوبغاړي هم لوبیږي، یوازې د راشد او نبي په لوبډلې کې د نړۍ درې څلور مشهور لوبغاړي، د اسټرالیا ډیویډ وارنر، دنیوزلنډ ویلمسین، د انګلینډ کرس جوردان او د هند اشیش نهرا لوبیږي.

راشد خان ویلي چې په دغو سیالیو کې به ډېرې تجربې ترلاسه کړي او بیا به یې افغانستان ته انتقال او له افغان لوبغاړو سره شریکې کړي. نبي د آی پي ال ویپباڼې ته ویلي چې د نورو ګټو ترڅنګ هغه به دا هم زده کړي چې په سخت او له فشاره ډک حالت کې څنګه ښه لوبه وکړی شي.

په آی پي ال کې د راشد او نبي لوبېدل نړیوالو ته دا پیغام هم ورکوي چې د افغانستان کرکټ اوس نو هغه د ۲۰۰۴ کال کرکټ نه دی بلکې د راشد او نبي غوندې لوبغاړي لري. همدغه راز دا پیغام هم لري چې هند د افغانستان سره کرکټ کې هم مرسته کوي.

پر دې سربېره په آی پي ال کې د افغان لوبغاړو لوبېدل به د نړۍ نورو مشهورو لیګونو او کلپونو لکه د اسټرالیا بګ بش، د انګلنډ کاونټۍ او نورو دروازې هم پرانیزي او نورو افغان لوبغاړو ته به د لوبېدو چانسونه برابر شي.

د آی پي ال د بولۍ په لست کې د کپټان اصغر ستانکزي، دولت ځدراڼ او شهزاد محمدي نومونه هم وو، خو چا وانخیستل.

آی پي ال

د هند کورنۍ سیالۍ "Indian Premier League" په ۲۰۰۷ کال کې د نویو لوبغاړو د موندلو او هند کې د کرکټ د ودې او د تفریح لپاره پیل شوې او دا یې لسمه دوره ده.

د هند سترې کمپنۍ، مشهورې سینمايي څېرې او پانګوال په دغو سیالیو کې میلیاردونه ډالره پانګونه کوي. د هند دوې مشهورې سینمايي څېرې شاه رخ د کلکتې او پریټي زنتا د کنګز ایلون پنجاب لوبډلې مالکان دي.

سنرایزر حیدراباد، ممبۍ، ډیلي ډرډیولز، پونه، رایل چلنچرز بنګلور او ګچرات لاینز لوبډلې له یو بل سره سیالۍ کوي.

دا لوبې په هند او له هند نه د باندې میلیونه خلک ګوري او په ټولنیزو رسنیو کې وار د مخه ډېرو افغانانو ویلي چې د راشد او نبي لپاره به د آی پي ال د ۲۰۱۷ کال سیالۍ ویني.

د راشد او نبي لوبډله د آی پي ال اوسنۍ اتله ده او ټاکل شوې چې یو افغان خصوصي تلویزون لمر هم دا ټولې لوبې وښيي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG