د لاس رسي وړ اتصالات

په عربستان کي افغان کډوال د سفارت څخه ګیله من دي


په دې وروستيو کې له سعودي عربستانه ايستل شوي افغانان وايي چې که افغان حکومت په دغه هېواد کې د خپلو مسافرينو ستونزې هوارې نه کړي، نو له ډېرو مشکلاتو سره به مخامخ شي.

دوي وايي چې د سعودي عربستان حکومت پرې کړۍ تنګه کړې او مجبور دي چې يا بايد ډېرې پيسې ورکړي او يا له دغه هېواده ووځي.

د سعودي عربستان د کار او ټولنيزو چارو د وزارت له لوري د نوي قانون له مخې د وضع شويو شرايطو پر بنسټ د بهرنيو هېوادونو اتباع بايد نوی قانون پر ځان ومني.

د غير رسمي شمېرو له مخې د نورو هېوادونو تر څنګ په سعودي عربستان کې شاوخوا يو سل او پنځو زره افغانان هم ژوند کوي.

دغه افغانان وايي، چې نوي وضع شوي شرايط ډېر سخت دي او له امله يې زيات شمېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دوی غوښتنه کوي، چې د افغانستان حکومت بايد دغه ستونزه د خپل سفارت له لارې حل کړي.

د خوست ولايت يو تن اوسېدونکی محمد جلال حقيقت ځدراڼ، چې دېرش کاله يې په سعودي عربستان کې تېر کړي وو، درې مياشتې مخکې د وضع شويو شرايطو د نه منلو له امله بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

هغه وايي، چې که څوک غواړي په ياد شوي هېواد کې پاتې شي، نو ټول وضع شوي شرايط بايد پر ځان ومني او د ويزې د تر لاسه کولو لپاره بايد يو بنډل ريال وکړي، چې دا د افغانانو له وس پورته خبره ده. هغه داسي وايي ،،مسافر مجبور شول، بيا د نوي کفيل په لټه کې شول او دا يو ستونزمن کار و. کله به يې چې کفيل پيدا کړ، نو لومړي کفيل به هم پيسې ترې غوښتې او نوي به هم ترې غوښتې. د لسو زرو ريالو څخه چې درې زره ډالر کېږي، يو کس هم له دې کمې پيسي ندي مصرف کړې،،.

حقيقت ځدراڼ وايي، چې په سعودي عربستان کې په هيڅ ډول د بيان ازادي نشته او هيڅوک نشي کولای، د خپلو حقونو د غوښتو او يا له حکومت څخه د شکايت لپاره غږ پورته کړي.هغه دغه راز زياتوي، چې په سعودي کې د افغانستان سفارت هم له افغان مسافرو سره هيڅ ډول مرسته نده کړې او نه يې غږ اوريدلی دی. هغه زياته کړه، چې د سعودي عربستان په حکومت کې د پراخ اداري فساد له مله هر افغان ته شاوخوا لس زره رياله تاوان ورغلی دی. هغه داسي وايي،،سفارت هلته هيڅ ډول مرسته نشي کولای، ځکه د سعودي په داخلي چارو کې لاسوهنه نشي کولای. هيڅوک نشي کولای هلته خپل اواز پورته کړي، هيڅ ډول د بيان ازادي نشته،،.


د ویزې په برخه کې د افغانانو ستونزې

د خوست يو بل تن اوسېدونکی هدايت الله منګل وايي چې ده د نوې ويزې د اخيستو په مقابل کې د سعودي عربستان حکومت ته پوره شل زره رياله ورکړل او ايله يې وکولای شول، چې ويزه نوې کړي.

هدايت الله منګل وايي، چې په ياد شوي هېواد کې افغانان له سختو اقتصادي مشکلات سره مخ دي او د افغانستان سفارت يې هم غږ ندی اوريدلی، چې د ستونزو په حل ورسره مرسته وکړي. منګل داسي وايي ،،ما خپله د ويزې او اکامې په نوي کولو کې يو وار اته زره ريال ورکړل، دويم ځل چې بيا لاړم، نو بيا مې دوولس زره ريال ورکړل، ټول يې شل زره ريال راڅخه واخيستل،،.

هدايت الله منګل زياتوي، چې که څه هم افغانانو خپل سفارت ته څو ځله شکايت کړی او د ستونزو په حل کې يې ترې مرسته غوښتې، خو د افغانستان سفارت په دې برخه کې هيڅ اقدام ندی کړی دی.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د افغانستان د حکومت او يا په سعودي عربستان کې د افغان سفارت غبرګون هم واخلو، خو بريالي نشوو.

ارقام ښيي، چې سوماليه، ايتوپيا، يمن او افغانستان هغه هېوادونه دي، چې په سعودي عربستان کې نسبت نورو هېوادونو ته زيات غير قانوني کاريګر لري. د سعودي عربستان حکومت وايي، چې ټول بهرني اتباع بايد نوي وضع شوي شرايط پر ځان عملي کړي.
XS
SM
MD
LG