د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د بریتانیې پر کلتوري مرکز ځانمرګه برید شوی


په کابل کې د بریتانیې پر کلتوري مرکز ځانمرګه برید شوی
په کابل کې د بریتانیې پر کلتوري مرکز ځانمرګه برید شوی

افغان چارواکي وايي، په کابل کې د برتانېې پر کلتوري دفتر باندی په ځان مرگو برېدونو کې لږ تر لږه 9 کسان د جمعې په ورځ ووژل سول او 16 تنه ټپیان شول.

د جمعی په ورځ چې دافغانستان داستقلا ل ورځ هم ده له ځانمرگو برېدونو نه پرته څو ساعته وروسته، د برېد په سېمه کې د ټوپک ډزې هم اورېدل کیدې. پردې سربېره د برتانېې په کونسلگرۍ کې د څو نورو چاودنو اوازونه هم واورېدل شول. په نهو تنو وژل شوېو کې ېو افغان پولېس او امنېتي محافظان شامل دي. په وژل شوېو کې د ناټو ېو عسکر چې دنېوزېلند په خاصو قواو کې و، هم شامل دی.

دبرتانېې دکلتوري دفتر محاصره داسي پېل شوله چې ېوه ځان مرگې له چادونکو موادو نه ډک موټر په عمومي دروازه کې وچاوه. بل ځان مرگې په ودانۍ کې دننه ځان په بم والوزاوه.

دری نورو مخالفینو له امېني قواوو سره په ډزو پېل وکړ او تقرېبا اته ساعته ېې دوام وکړ. دناټو قواو سمدلاسه ددغې پېښې ځای ته ځان ورساوه او له افغان قواوسره ېې مرسته پېل کړله.

دا جگړه هغه وخت پاېته ورسېدله چې مخالفین پکې ټول ووژل شول.

دبرتانېې د خارجه چارو د دفتر ېو چارواکی الېستر برت وايي چې د برتانېې ېو تبعه هم په دغه پېښه کې ژوبل شوی ندی، ټول ماموران خوندي دی. هغه دغه برېد دغندنی اوکرکی وړ وباله.

طالبانو ددغه برېد مسوولېت په غاړه اخېستی دی. دا برېد نن د جمعې په ورځ له برتانېې نه دافغانستان د استقلال اخېستلو په ورځ وسو. افغانستان له برتانېې څخه په 1919 مېلادي کې استقلال ترلاسه کړ.

دغه راز د پنجشنبی په ورځ دسړک دغاړې په دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه 21 تنه د هرات ولایت د اوبې ، په ولسوالی کی ووژل شول اوتر 12 نه زېات ملکېان پکې ټپیان شول.

رپوټ وايی وژل شوي او ټپی شوي کسان هغه مسافرین وو چی په دوو مینی بسونو کی یی سفر کاوه؛ په وژل شوېو کې ښځې اوماشومان هم شامل دي.

دهرات دوالي نطاق محی الدېن نوري وايي چې په همدغه اولسوالۍ کې ېوه بله چاودنه وشوه او دپنجشنبی په سهار ېې څلورتنه سخت ټپیان کړل.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي او ناټو دغه دواړه برېدونه محکوم کړل. ددغو برېدونو پړه پرطالبانو اچول شوېده.

XS
SM
MD
LG