د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان:افغان انتخابات د ترهګرۍ او ولسواکۍ ریفرندم و


په داسي حال کي چي د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په هکله لا یو ډول نامعین حالت حاکم دی، د چارو کارپوهان وايي چي د خلګو پراخ ګډون د ډیموکراسۍ پر لوري د افغانستان د مزل ځیني خوشبینه کونکي ګامونه په ډاګه کوي.

د اپریل د میاشتې د ۵ مې نېټې د جمهوري ریاست د ټولټاکنو د لومړي قسمي نتیایجو د اعلان څخه وروسته دا معلومه سوه چي عبدالله عبدالله ۴۱،۹ فیصده رایې ګټلې دي ، اشرف غني احمدزي ۳۷،۶ فیصده رایې ګټلي دي او زلمي رسول ۹،۸ فیصده رایې ګټلي دي.

داسي ښکاري چي انتخابات به دویم پړاو ته وغځېږي او که داسي وشول نو د مې په ۲۸ مې نېټې باندي به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دویم ځلي انتخابات وشي چي د چارو د کارپوهانو په آند دغه انتخابات به د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ دایرېږي چي دواړو د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کي د لوړ پوړو چارواکو په توګه کار کړی دی.

خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر یوسف نورستاني وايي چي اعلان شوي نتایج یواځي د ۲۶ ولایتونو د ۱۰ فیصدو شمیرل شویو رایوو نتیجه ده اوس هم د یادشویو ۲۶ ولایتونو ۹۰ په سلو کي رایې پاته دي او د ۸ نورو ولایتونو د رایو نتایج نه دي اعلان شوي . نوموړي وویل چي نویو نتایجو د اعلان سره به د مخکښو کاندیدانو فیصدي تغییر وخوري.

د یادونې وړ ده چي د طالبانو د ګواښونو برسیره هم چي د انتخاباتو مخکي یې خپلو حملو ته زور ورکړی وو چي انتخابات ګډوډ وکړي، په ملیونو افغانان په قطارونو کي ولاړ وو او خپل د خوښې کاندید ته یې رایې ورکړې. په ځینو سیمو کي خلګو د څو ساعتونو دپاره انتظار وایستی چي خپلې رایې وکاروي.

یو انځور چي په کښي یوه افغان خپل د قطعې شوې ګوتې عکس اخیستی او لاس یې خپل د رایې پر کارټ باندي اېښی و، په ټولنیزو رسنیوو کي دومره مشهوره شو چي د افغانانو ترڅنګ بهرنیانو هم په ټولنیزو رسنیو کي خپور کړ. په عکس کي یو لاس ښودل کېږي چي یو ګوته په کښي کمه ده او د ریپوټونو له قرار په ۲۰۰۹ کال کي دغه ګوته طالبانو ځیني پرې کړې وه چي په انتخاباتو کي یې برخه اخیستې وه. خو طالبانو د ګواښونو سربیره یادشوي افغان بیا هم خپل جرت څرګند کړ او په انتخاباتو کي یې برخه واخیستله.

د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د جګړې او سولې په برخه کي کارپوه او پروفیسور چارلیس نیمایر وايي چي انتخاباتو دا څرګنده کړه چي افغانان د ولسواکۍ طرفداره دي. هغه داسي وايي،، زه فکر کوم چي دا د افغانانو دپاره او د افغانستان د ملت د راتلونکي دپاره یوه ډیره غټه مسله وه. افغانانو خپله اراده څرګنده کړه او د هرډول خطر په منلو سره یې په انتخباتو کي برخه واخیستله.،،

افغان ځوانان څه غواړي؟


زیات شمیر رای ورکونکي ځوانان وو. د افغانستان غټ اکثریت ځوانان تشکیلوي. د ملګرو ملتونو د تخمین له مخې، ۶۸ په سلو کي افغانان تر ۲۵ کلونو کم عمر لري او په دې لحاظ افغانستان په نړۍ کې د نفوظ له لحاظه یو ځوان هېواد دی.


فاطمه خلیل احمد ۱۹ کاله عمر لري او د لومړي ځل دپاره یې په انتخاباتو کي ګډون کړی دی. هغه وايي چي د هغې تر ټولو مهم لومړیتوب د ښځو حقوق دي. هغه داسي وايي ،، زه غواړم چي زما ولسمشر د ښځو حقوقو ته او امنیت ته لومړیتوب ورکړي.،،

سید میسم احساني د ځوانانو د برخې یو فعال دی هغه وايي چي په تیرو ۱۲ کلونو کي یې هېواد په بیلابیلو برخو کي د پام وړ پرمختګونو کړي دي خو حکومت په دې کي پاته راغلی دی چي ځوانانو ته د هېواد د راتلونکي په جوړولو کي پراخه ونډه ورکړي. هغه داسي وايي،، راتلونکی ولسمشر باید د یوه مایوسه اکثریت دپاره آواز وي او هغوي ته د کار او زده کړې زمینه مساعده کړي.،،


افغانانو د ښې راتلونکي دپاره په انتخاباتو کي برخه واخیستله

د چارو کارپوهان وايي د اپریل د پنځمې نېټې انتخابات د افغان ملي امنیتي ځواکونو دپاره یوه غټه آزموینه وه. سره له دې چي په بیلابیلو سیمو کي ځیني کوچني بریدونه وشول خو په زیاترو سیمو کي د رایوو مرکزونه خوندي وو او ټینګ امنیتي ترتیبات یې نیول شوي وو. دغه راز د لګو دپاره نسبتا مصونه محیط برابر شوی و چي په انتخاباتو کي ګډون وکړي.

د رانډ د څیړنیز مرکز څخه د چارو کارپوه جېسن کمپیل وايي چي انتخاباتو دا وښودله چي د افغانانو اکثریت د یوې داسې اتلونکې طرفداره دي چي طالبان په کښي نه وي. هغه داسي وايي ،، د افغانستان انتخابات په څو دلیلو باندي یو ریفریندم و ځکه اکثریت خلګو دا پریکړه وکړه چي دوي به طالبانو ته اجازه ورنکړي چي د خپلې راتلونکې د ټاکلو په برخه کي دوي تهدید کړي او ددوي ګډون دا هم وښودله چي اوس هم د افغانستان د راتلونکې دپاره زیاتې هیلې سته.،،

نوموړي زیات کړه چي ،، که چیري چا د انتخاباتو دپاره تر ټولو ښه سناریو پیشبیني کړې وای نو هغه څه چي دانتخاباتو په ورځ وشول، د یادشوي پیشبینۍ سره یې ډیر کم توپیر درلودی.،،

خو د امریکا د سمندري ځواکونو د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو د پوهنځي پروفیسر او ددغه پوهنتون د منازعو د مطالعاتو د مرکز ریْس پروفیسر ټامس جانسن بیا وايي چي دا به غلطه خبره وي چي څوک ووايي چي طالبان د افغانستان په ځینو سیمو کي هیڅ ملاتړ نلري. هغه داسي وویل ،، زه فکر کوم چي مونږ او تاسو د افغانستان په ځینو سیمو کي د طالبانو څخه د خلګو ملاتړ ته کمه جلوه ورکوو په تیره بیا د جنوب په ځینو سیمو کي خو د انتخاباتو په اړه پروفیسور جانسن وویل چي د ورځینو مشکلاتو بر سیره هم په میلیونو افغانانو په انتخاباتو کي برخه واخیستله. هغه داسي وویل ،، د ۲۰۰۹ کال په پرتله د درغلیوو او فساد کچه ډیره کمه وه. زه فکر کوم چي دغو انتخاباتو د پخوانیوو انتخاباتو څخه توپير درلودی او افغانان اوس کرار کرار د خلګو په واقعي قدرت باندي او حکومت باندي پوه شوي دي.،،
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG