د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې یوشمیر ګوندونو نوی اتحاد اعلان کړی


په افغانستان کې د انتخاباتو دپاره یو سیاسي اتحاد جوړ شوی دی. دغه اتحاد د پنجشنبې په ورځ په کابل کی خپل د شتون رسمي اعلام وکړ. خو ځینې سیاسي څیرې په دغه اتحاد کې نه لیدل کېدې. دوي وایي چې د نږدې دوه اونیوو په اوږدو کې به د ټاکنو لپاره خپل واحد نوماند معرفي کړي.

د افغانستان نوی سیاسي اتحاد چې په هېواد کې د لسو سیاسي ګوندونو او ځینو شوراګانو نه جوړ شوی دی د پنجشنبې په ورځ یې د یوې لویې ناستې په ترڅ کې خپل موجودیت اعلان کړ.

د دغه اتحاد په ګډ توافق لیک کې راغلي دي چې دوي د افغانستان د خلکو د ارمانونو د پوره کولو ، ملي یو والي د پلي کېدو ، د هېواد د یو موټيتوب او سلامتیا، او د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکاریوو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان انتخاباتي اتحاد اعلان کړ.

دغه انتخاباتي اتحاد وایي چې د ولسمشرۍ او د مرستیالانو د کرسیوو لپاره نوماندان باید سم په سمه همهاغه ځانګړتیا او اوصاف ولري چې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي دي.

د دغه ټاکنیز اتحاد په نهه فقریزه موافقت لیک کې داهم راغلي چې،، د ولسمشری لپآره د نوماند او مرستیالانو لپاره د دې موافقتنامې لاسلیک کونکي مشران ، اصلی مرجع بلل کیږي او دا پریکړه به د رایو په اکثریت سره کیږي . د ولسمشری او مرستیالانو لپاره د مشرانو د غونډی د اعلان پریکړه له عالي مشورتی شورا سره تر مشورو وروسته کیږي او دا عالي شورا د افغانستان د انتخاباتي اتحاد د ګوندونو او سیاسی جریانونو له استازو جوړه ده .
په دغه انتخاباتي اتحاد کې د جمعیت اسلامي ،اسلامي وحدت ، جنبش اسلامي ، جبهه ملي افغانستان ، حزب متحد ملي، حزب عدالت و توسعه ، حزب اتحاد اقوام افغانستان ، افغانستان نوین ، روند سبز ، د افغانستان د اقتدار ګوند ،ایتلاف ملي افغانستان ، حزب حقیقت او د افغانستان د قومونو شورا او د عربانو شورا فعاله شتون لري .

خو د دغه اتحاد د رامنځته کېدو له ګنګوسو تر ننه د افغانستان ځیني مطرح سیاسي څیرې چې هان تر دوو ورځو مخکې د دغه اتحاد په غونډو او مجلسونوو کې لیدل کیدلې ، د پنجشنبې په ورځ د دغه اتحاد د اعلان پر مهال په غونډی کې نه ښکاره کېدل. نور احمد جلالي . زلمی خلیل زاد او حنیف اتمر چې د نوي را منځته شوي اتحاد په تیرو ناستو کی لیدل شوی ول په ننۍ غونډه کې یې حضور نه درلودی .

د افغانستان د انتخاباتي اتحاد غړي او د بلخ والي عطا محمد نور د آشنا راډیو د دغی پوښتنې په ځواب کی چې ولي دا درې تنه په ننۍ غونډه کې حاضر نه وو، وویل چې چې هغوي د پریکړې لپاره نور وخت ته اړتیا درلوده. ،، زموږ تر منځ لیدنې کتنی او تفاهمات شوي وو. هغوي هیله لرله چې نور هم وخت ورکړل شي خو موږ علاقمند وو چې ډیر ژر دا اتحاد اعلان کړو ځکه خلک ورته منتظر وو نو ځکه وایوو چی د مذاکرو او خبرو لپاره دروازه پرانیستې ده . هر سیاسي ګوند یا قومي اتحاد چې وغواړي کولای شي زموږ سره یو ځای شي.

بلخواه د حق او عدالت د ګوند ویاند حمیدالله فاروقي د اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې ښاغلي حنیف اتمر په دې غونډه کې د میلمه په توگه گډون کړی و او د هغو تفاوتونه په وجه چې په پروگرام که موجود وو، په انتخاباتي اتحاد کې یې د گډون نه ډډه وکړه. نوموری وایی چه دوی د گوندونو د همکاری د شورا اهدافو ته احترام لري او غواړی چې یو پراخ پیوستون رامنح ته شي.

زموږ په وروستۍ لیدنې کې معلومه شوه چې زموږ تر منځ ښه او نږدې تفاهم شته
د نوي اتحاد غړي وایي تر دی دمه په کوم ځانګړی نوماند خبرې نه دي سوي خو په راتلونکو دوو اونیو کې به ضرور یوه مشخصه څیره په ټاکنو کې د ګدوان لپاره معرفي شي.
په کابل کې یوشمیر ګوندونو نوی اتحاد اعلان کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG