د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغان میرمنو د نقش پیاوړي کیدل غواړي


متحده اېالات وایې چې په افغاني ټولنه کې به د میرمنو د رول او نقش دپېاوړي کولو په خاطر د دوه سوه مېلونو ډالرو په لگښت ېو پروگرام اعلان کړي.

د امرېکا د نړېوالې پراختېا د ادارېUSAID مشر راجېو شاه واېې چې کېدای شي ددغو پېسو اندازه به د نړېوالې ټولنې په مالي مرسته او ملاتړ دوه چنده لوړه شي.

راجېو شاه په ېوې مرکې کی ووېل چې دا په یوه ملک کې د ښځو د رول د پیاوړي کولو لپاره تر ټولو غټ پروگرام دی چې د امریکا دنړېوالې پراختېا اداره یې نن د پنجشنبی په ورځ په افغانستان کی د ښځو لپاره اعلانوي.

راجېو شاه واېې چې برېتانېې، جاپان او اروپاېې اتحاد هم ددغې پروژې سره علاقه ښودلې ده او واېې چې پیسې به ورته برابرې کړي، چې پدې حساب به ټول ټال ۴١٦ مېلونه ډالر جمع شي .

دا پروگرام چې د پروموټ په نامه ېادېږي هدف ېې په افغانستان کی د ١٨ کلونو او ٣٠ کلونو د عمر مېرمنو سره د مسلکي مهارتونو په لوړولو، تجارت او کاروبار په شروع کولو کې مرسته کول دي .

ددې پروگرام له مخې به ښځو ته د مسلکي روزنې او په ټولنه کې یې د رول د پیاوړي کولو، مسلکې روزنې او په ټولنې کې یې په پالیسي سازۍ د نقش د پراخولو په خاطر د بانکي اعتبار له لارې پورونه ورکول کېږي.

راجېو شاه وایي ددې پروگرام له مخې به په افغانستان کی ٣٥٠٠ مېرمنې د شخصي کاروبار خاوندانې شي او په داسې حال کې چې خارجي مرستې کمېږی، په داخلي سطحه به د اقتصادي ودې لپاره لاره خلاصه شي.

په افغانستان کی ډېر خلک دا وېره لري کله چې د امرېکا تر نظامي مشرۍ لاندې خارجي ځواکونه په ١٣٩٣ هجری شمسي کال کې ووځي، او د جمهوري رېاست انتخابات وشي نو امکان لري چې په ټولنه او حکومت کی به د ښځو ونډه کمه شي، او پخوانۍ وضعې ته به ور وگرځي، په خاصه توگه که طالبان په سیاسي قدرت ور گډ شي.

که څه هم مرسته کوونکو ملکونو له افغانستان سره د ١٣٩٥ هجري شمسي کال پورې د مرستو د جاري ساتلو وعده کړې ده، مگر نړیوال بانک وایې چې د خلکو په ذهن کې دبې امنېتۍ او ناکرارۍ په اړه اندېښنې او تشوېشونه زېات شوي دي.
XS
SM
MD
LG