د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کي د عملیاتو په لړ کې ۵۰ ماینونه خنثی شوي


د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو او ماین چادونې په یوه پېښه کې وسله والو طالبانو او ملکي خلګو ته تلفات اوښي دي.

په هلمند کې دوه ورځې مخکي د نوزاد او موسی کلا ترمنځ د لويې لارې د پرانیستل کېدو په موخه د افغان ځواکونو له لوري پوځي عملیات پیل شوي و.

د نوزاد ولسوال سید مراد محمد سادات وويل چي پدغه پوځي عملیاتو کې د دولت ۱۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او د لاري له سر څخه ۵۰ کړۍ ماینونه هم شنډ شوي. دغه لار د یکشنې په ورځ د ترافیکو پرمخ پرانیستل شول.

دنوزاد ولسوال زیاتوي چي وسله والو مخالفینو غوښتل چې د نوزاد او موسی کلا ترمنځ د لاري په تړل کیدو سره د راتلونکو ټاکنو په وړاندي د خنډ جوړیدو په موخه په سیمه کې دولتي واک محدود کړي.

دغه راز د یکشنبې په ورځ د غرمه مهال په یوه جلا پېښه کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوزاد ولسوال پدې باب وايي چي ملکي وګړي د ګرشک ولسوالۍ پر لوري د تګ په حال کې وو چي د سپرلۍ پر سراچه موټر يې د ماین چاودنه وشوه .

په عین حال کې په نوزاد ولسوالۍ کې هغه دوه تنه ملکي وګړي هم د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي چي له تیري یوې اونۍ راهیسې يې برمته کړي وو.

سیمه ايز مقامات وايي چي وسله والو طالبانو یاد ۲ کسان پدې تور وژلي چي د کورنۍ نور غړي يې د پوليسو په لیکو کې دندي تر سره کوي .

خپله وسله والو طالبانو د هلمند یادو امنيتي پېښو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې
خو ډیری کتونکې پدې باور دي چي د تیرکال برعکس سږکال د دولت وسله والو مخالفینو په سړه هوا کې هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی او علت يې هم دا په ګوته کوي چي غواړي د را تلونکو ټاکنو په وړاندي خنډونه رامنځ ته کړي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG