د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د امریکا پر قونسلګرۍ برید شوی


Soldiers walk towards the U.S. Consulate after an attack by insurgents in Herat, Afghanistan, Sept. 13, 2013.
Soldiers walk towards the U.S. Consulate after an attack by insurgents in Herat, Afghanistan, Sept. 13, 2013.
د افغانستان د هرات په ولایت کې یاغیانو د جمعې په ورځ سهار وختي د امریکا په قونسلګرۍ باندې برید کړی لږ تر لږه دوه افغان ساتونکي یې وژلي او د ۲۰ شاوخوا کسان یې ټپیان کړي دي.

چارواکي وايي چې طالبانو لومړی د موټر په ذریعه ځان مرګه برید ترسره کړ او وروسته یې د قونسلګرۍ دباندي د امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه. چارواکي وايي چې پنځه تنه یاغیان چې ځانمرګه واسکټونو یې اغوستي وو، د افغان امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.


د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویانده ماري هارف وايي چې یاغیانو د قونسلګرۍ مخې ته غټه لارۍ وروسته او وروسته یې د امنیتي ځواکونو سره نښتې پیل کړې چې په کښي یې د راکټونو او توپکونو څخه کارواخیستی. یادشوې لارۍ د برید څو شیبې وروسته انفجار وکړ او د قونسلګرۍ د مخ دروازه یې ډيره خرابه کړه. د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې په پېښه کې امریکایانو ته هیڅ تاوان نه دی رسېدلی.

د هرات د قول اردو قوماندان هم وايي چې په پېښه کې د قونسلګرۍ مامورینو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی خو هغه وايي چې په برید کې د دوو موټر بمونو څخه کار واخیستل شو.،،برید سهار پر پنځه نیمو بجو باندي د افغانستان د خلګو د دښمنانو له خوا ترسره شو. د دوي سره دوه موټره وو چې لومړی یې یوه موټر ته انفجار ورکړ او وروسته یې بل موټر انفجار وکړ. یاغیانو چې انتحاري واسکټونو یې اغوستي وو د امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه. په نښتو کې د قونسلګرۍ هیڅ کارمند ته زیان نه دی رسیدلی.،،


طالبانو د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې په برید کې یې افغان او امریکايي ځوکواکونو ته تلفات اړولي دي.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند رابرټ هلیټن ددې برید په اړه په افغانستان کې د امریکا د سفیر جیمز کینیگن غبرګون د امریکا غږ سره په مرکه کې څرګند کړ او ویې ویل چې د امریکا سفیر د بې ګنا افغانانو په ټپی کېدو او وژل کېدو خواشینی دی. ،، ډیر افغانان په دغه برید کې ژوبل شول. موږ د انسانانو وژل کېدو او ټپي ډیر خواښیني کړي یوو. د امریکا سفیر د قربانیانو او دهغو د کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او ددې هیله لري چې ددغی پیښی قربانیان ډیر ژر روغتیا ومنوندي. دغه برید موږ ته یو واري بیا راپه یادوي چې انسانان د ترویرزم قربانیان دي.،،

په دې ورستیو اونیوو کې د یاغیانو بریدونه زیات شوي دي. په بریدونو کې زیاتوالی په داسي حال کې رامنځ ته کېږي چې د امریکا په مشري نړیوال ځواکونو په افغانستان کې د راتلونکي کال په پای کې خپل حضور کموي.

که څه هم افغان ملي امنیتي ځواکونو د سږ کال راهیسې د ټول افغانستان د امنیت مسولیت په غاړه اخیستی دی خو د دغو ځواکونو اصلي آزمویښت به د ۲۰۱۴ کال په پای کې پیل شي کله چې بهرني ځواکونو خپل پوځي مارمویت پای ته ورسوي او ماموریت یې په سلامشورې او ښوونې او روزنې بدل شي.
XS
SM
MD
LG