د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي خصوصي امنیتي کمپنۍ په ناامنیو کې لاس لري


آرشیف

آرشیف

د کورنیوچارو وزارت وایي چې له خصوصي امنیتي کمپنیوو څخه یې داسې چاودیددونکي توکي نیولي دي چي د پلونو او پلچکونو په ورانۍ کې ځیني کاراخیستل کیدی.

د افغانستان د امنیت شورا د پریکړې له مخې د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چي د کابل څخه ترکندهاره اوله کندهار څخه ترهرات پوري د لمړۍ لویې لارې پرسرد ټولوخصوصي امنيتي کمپینو فعالیت په ټپه ودروي.

چارواکي وایي سره له دې چي دامنيتي کمپنيو فعاليت غیر قانوني اعلان شوی دی خو يوشمیر يې بيا هم په پټه فعاليت درلودی.

د کورنيوچارو وزارت امنيتي مرستیال سترپاسوال عبدالرحمن رحمن په کندهارکې يوې خبري غونډي ته وويل چي ديوې اونۍ په موده کې يې د ګرځنده ګزمې په ډول معلومه کړې چي د کابل کندهار او کندهارهرات د لویي لاري په ناامنيوو کې لويه ونډه د خصوصي امنيتي کمپنیو وه.

نوموړي زیاته کړه چې ددغو امنيتي کمپنيو څخه یې څو ډوله داسي خطرناکه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي چې د ډیرې ورانۍ توان لري.،،په ډيرې خواشینی سره چي موږ پدې کمپينوکې داسي مواد پیداکړل چي دسړک پرسرد دوي دغیري مشروع ګټولپاره دتخریب په هدف کارول کيدل ،دا۹ ډوله مواد دي او د۲۵ کلیو په وزن ۳۵ عدده چاودېدونکي مواد دي.،،
نوموړي وویل چې دغه کمپنۍ کمپاس ، سالارزی ، عقاب سفید اریا، یوکسیل ،افغانستان نوین اوځيني نوري امنیتی کمپنۍ دي چې له ۱۲ نیم سوه ميله څخه زیاته وسله ورڅخه په تيرې یوې اونۍ کې پولیسوراټوله کړې ده.

ښاغلی رحمن وایي ترهغه چی د کورنيوچارو وزارت دمحافظت عامه معینیت خپلي دندي په بشپړه ډول پیل کوي ،دولایاتوامنیه قومندانۍ دعامه نظم پولیس اودپولیسوځانګړي قوتونه دلویولارو امنیت ساتي .

لاهم نده معلومه چي افغان حکومت به پدي برخه کې ددغوکمپنيو پرخلح سلاح کيدونه بسنه وکړي اوکه به دتخریب شویو پلونواوپلچکونوتاوان هم ورڅخه واخلي .
دکورنیوچارو وزارت امنیتي معین ، رحمن زیاتوي چې دوي به پدې باب خپل دارزوني راپوردامنيت شوراته سپاري او وروستۍ پریکړه به له هغه ځايه کیږي.

ويل کیږي چي له کابله ترکندهاره اوله کندهارڅخه تر هرات پوري د نږدې ۵ سوه کيلوميتره واټن لارې پرسر په سل ګونوپلونه اوپل چکونه نړیدلي دي . یوازي دکابل اوکندهارترمنځ پر غځېدلې لارې باندي ۱۸۰ پلونه اوپل چکونه نړيدلي دي .

ددغه پلونو تخریب نه یواځي ملي شتمنی ته تاوان پېښ کړی دی بلکې په څنګ کې يې نږدې هره ورځ خونړۍ ترافيکي پيښي هم رامنځ ته کوي .

د یادونې وړ ده چې تر۲ کالو وړاندې پوري لا د خصوصي امنيتي کمپنيو منحل دافغان حکومت اونړيوټولني ترمنځ داختلاف مهم ټکي وو .

هغه مهال هم افغان حکومت ټينګارکاوه چي خصوصي امنيتي کمپنۍ له يوه اړخه د لويولارو په ناامنيوکي لاس لري اوله بلي خوا نه د ملي امنيتي بنسټونو د کمزورۍ سبب ګرځي.
عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG