د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولیس وايي چې د شنبې په ورځ په پلازمېنې کابل کې یو ځانمرګه برید کونکی هغه مهال ووژل شو چې د انفجاري موادو ډک واسکټ یې مخکي له وخت هغه مهال وچاودېد چې نوموړی د کابل د جنوب ختیځې برخې څخه د یوه کور نه دتلو په حال کې وو. په دې پېښه کې هغه وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی رسېدلی.

دغه پېښه یوه ورځ وروسته له هغه نه رامنځ ته شوه چې د طالبانو په یوه برید کې چې په کابل کې یې د یوه نړیوال سازمان پر دفتر وکړ ۱۰ کسه ووژل شول چې ۶ کسه یې طالبان وو. د شنبې د ورځې پېښه په کابل کې د دوو اونیوو نه په لږ زیات وخت کې دریمه پېښه ده چې رامنځ ته کېږي. له بده مرغه په دې ټولو پېښو کې اکثره بې ګناه او بې طرفه ملکیان وژل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې په کابل کې د جمعې د ورځې د برید تلفات لږ تر لږه څلور کسه وو چې یو ۶ کلن ماشوم، یو پولیس او دوه د آی او ام یا د مهاجرت د نړیوال سازمان ساتونکي په کښي شامل دي.

لومړی برید د جمعې په ورځ رامنځ ته شو او وروسته د جګړه مارانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې پیل شوې چې څو ساعته یې دوام وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې په پېښه کې لږ تر لږه 17 کسه ټپیان شوي هم دي چې په کښي د آه او ام د سازمان ۷ کارکونکي او شپږ نیپالي ساتونکي هم شامل دي. طالبانو سمدستي د لویدیځو رسنیو سره په تماس کې د برید مسولیت په غاړه واخیستی او ادعا یې وکړه چې د سي آی ای دفتر یې په نښه کړی دی. صدیقي وویل چې د برید کونکی هدف د آه او ام دفتر وو. ،، مونږ په دې باور یوو چې برید کونکو غوښتل چې د آه او ام دفتر په نښه کړي. لکه څنګه چې د طالبانو ویاند ادعا وکړله چې دوي د سي آی ای دفتر په نښه کړی دی. طالبان د سي آی ای او آه او ام ترمنځ چې د مهاجرین او کډوالو یو نړیوال سازمان دی توپیر نشي کولای. پر طالبانو باندي پرته له دې بله بهانه دریدلې ده او له همدغې لارې خپل جګړه ماران هڅوي چې د افغان ولس پرضد جګړه وکړي.،،
د آه او ایم یا مهاجرت نړیوال سازمان یو مستقل سازمان دی چې په ژینو کې مرکزي دفتر لري او د ملګرو ملتونو سره کوم تړاو نلري خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالیت کوي. دغه سازمان د کډوالو سره په بیا ځای پر ځای کېدو کې مرسته کوي.

د جمعې د ورځې د پېښې یو ټپي حاجي رشاد چې د سیمې اوسیدونکی دی وايي چې حکومت دي بهرنۍ موسسې د استوګندو سیمو نه وباسي. ،،دغه بهرنیان زمونږ د کورنیو او ماشومانو ترشا پنا اخلي. د پرون ورځې په برید کې په دوي هیڅ ونشول. دوي په خپلو خوندي اطاقونو کې پټ وو خو په سیمه کې بې ګناه او غریب خلګ په غم اخته شول. په سیمه کې ښپږ کوره یوې خوا ته ویجاړ شوي او شپږ کوره هم بلي خوا ته ویجاړ شوي دي. مونږ د حکومت څخه غواړو چې دغه خارجي موسسې دي د خلګو د استوګنې د سیمو څخه وباسي.،،

د کابل د جمعې د ورځې چاودنه ۸ ورځې وروسته د هغې پېښې نه رامنځ ته شوه چې د کابل په بلې سیمه کې په کښي یوه ځانمرګه برید کونکي برید وکړ او په لړ کې یې دو آمریکايي عسکر، څلور آمریکایي قراردادیان او ۹ بې ګناه ملکیان ووژل شول.

په عین حال کې په غزني ولایت کې هم د جمعې د لمانځه پرمهال ۱۲ کسه هغه مهال ووژل شول چې د مشکوکو طالب جګړه مارانو انفجاري موادو په یوه جومات کې انفجار وکړ.

داسي معلومېږي چې د استوګنو پر سیمو باندي د بریدونو له لارې طالبان غواړي چې پر افغان حکومت او نړیوالو پلویانو باندي یې فشار وارد کړي. د چارو کارپوهان په دې آند دي چې دوي ددغه راز بریدونه له لارې غواړي چې په خلګو کې ویره او وحشت خپور کړي. اوس مهال د افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره په داسي حال کې چې راتلونکی کال به چې ناټو خپل محاربوي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسوي، ترټولو اړین کار او آزموینه دا ده چې د نفوس ډکو سیمو امنیت تامین کړي.
XS
SM
MD
LG