د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د کانکور د ۱۹۰۰ کاندیدانو په ډله کې ۳۰۰ نجوڼې دي


Archive
Archive
په جنوبي ولایاتو کې سږکال څه دپاسه څلور زره پنځه سوه د ۱۲ ټولګیو فارغینو د کانکور ازموینه ورکړې ده چې د چارواکي په وینا سره له دې چې دا شمیره کمه ده، خو د تیرو کلونو په پرتله پرمختګ ښي.

په کندهار کي د کانکور د ازموینې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت مرستیال وويل چي له نا امنیو برسیره سږکال په جنوب کي د تیرو ټولو کلونو په پرتله دغه شمېر زیات او د پاملرنې وړ دي.

په کندهار کي د کانکور په ازموینه کې سږکال د۲۳۰۰ تنو څخه زیات د ۱۲ ټولګیو فارغینو ګډون کړی دی. تیر کال په کندهار ولایت کي دغه شمېر یوازي ۱۹۰۰ تنه وو.

تر کندهار مخکي په هلمند ولایت کي څه باندي ۱۶۰۰ ، تنو په زابل کې ۳۶۰ تنو او په اوروزګان کې څه باندي ۴۰۰ تنو د تیرو ۳ اونیوو په ترڅ کې د کانکور ازموینه ورکړې ده.

د جنوبي ولایاتو په کچه د کانکور په ازموینه کې د ښځینه ګډون والو ټول شمیر ۴۴۰ تنه ښودل کیږي چي ۳۰۰ تنه يې یوازي په کندهار کې دي.

د لوړو زده کړو وزارت معین پوهاند ګل حسن ولیزی وايي چي که څه هم له لویه سره د کندهار د ۱۲ ټولګیوو د فارغینو شمیر کم دی خو پدې ولایت کې د تیرو ټولو کلونو په تناسب د پاملرنې وړدی.

ویسا: د لوړ زده کړو وزارت دي د خصوصي پوهنتونونو کیفیت په پام کې وساتي
د کندهار والي پوهاند توریالی ویسا وايي چي له لوړو زده کړو سره د ځوان نسل لېوالتیا به د وړتیا له پلوه د هېواد راتلونکې نوره هم ډاډ من کړي.

خو نوموړی چي په عیني وخت کې خپله هم د افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوجۍ د ملي پوهنتون مشري کوي، اندېښنه لري چي د ځینو خصوصي پوهنتونو په شتون کې به يې هیواد په راتلونکې کې د بې سواده تحصیل یافته وو له مشکل سره مخ وي.

ویسا له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چي خصوصي پوهنتونو ته هم د دولتي پوهنتونو په څېر یو موډل و ټاکي .

نوموړي دغه ستونزه تروریزم ته ورته وبلله او زیاته يې کړه چي سند لرونکې کسان به د کار وړتیا نلري خو مهمي چاري به ور سپارل شوې وي.


د لوړو زده کړو وزارت مرستیال پوهاند ګل حسن ولیزی وايي چي دوي هم پدې اړه اندېښنه لرله خو اوس يې تازه یوه نوې لایحه پدې برخه کې ترتیب کړې.

دی زیاتوي چي د نویو اصولو له مخې باید د لوړو زده کړو خصوصي موسسو د کیفیت د تظمین په برخه کې ټول هغه معیارونه چي ورته ټاکل شوي پوره کړي
.

دم ګړی په ټول هېواد کې د لوړو زده کړو ۸۲ خصوصي موسیسات فعالیت لري چي دوه يې په کندهار کې دي.

په دې ولایت کې د ملالۍ په نوم د لوړ زده کړو د خصوصي موسسې د نشراتو مسئول عبدالواسیع هڅیال وايي چي د لوړ زده کړو وزارت له لوري ټاکل شویو معیارونو ته ژمن دي او هغه يې پوره کړي.

خو نوموړي د لوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل چي کله د دولتي پوهنتونو نو لپاره نوي معیارونه ټاکي نو د لوړو زده کړو خصوصي موسیسې دي هم پر وخت په جریان کې کوي تر څو پروخت د کيفیت له پلوه ځانونه ډاډ من کړي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG