د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د ځوانانو د نوې ټولنې د مشر سره مرکه


دوې میاشتې کېږي چې د افغانستان د جنوب لویديځې حوزې د ځوانانو په نامه یوې ټولنې په کندهار کې په فعالیت پیل کړی دی او زیات شمیر ځوانانو ته د دې ټولنې له لارې د وظیفو زمینه مساعده سوې ده. د ټولنې هدف په سیمه کې د زده کړې تشویق او د ځوانانو راغونډل دي چې د هېواد د پرمختګ په چارو کې فعاله ونډه واخلي.

ددې ټولنې مشر عزت الله همراز چې د کندهار د طب پوهنځۍ محصل هم دی د امریکا غږ د حسیب الکوزي سره یې په مرکه کې وویل چې ټولنه یې ښوونې او روزنې ته زیات اهمیت ورکوي ځکه د هر پرمختللي هیواد د پرمختګ عمده دلیل تل پوهه، ښوونه او روزنه وي.


د هغه سره مرکه او د نوموړې ټولنې د فعالیتونو په هکله نور جزیات په لاندي لینک کې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG