د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د افغانستان په شمال کې د طالبانو مهم قوماندان وژل شوی


ناټو: د افغانستان په شمال کې د طالبانو مهم قوماندان وژل شوی
ناټو: د افغانستان په شمال کې د طالبانو مهم قوماندان وژل شوی

دناټو د تړون پوځي ماموران واېې چې دافغانستان په شمال کې دطالبانو ېو لوړ پوړی قوماندان وژل شوی دی.

په افغانستان کې داېساف د ځواکونو ېو خبر لېک چې نن خپور شو ، واېې چې دطالبانو ېو مهم قوماندان او څوتنه ملگري ېې دکندوز د ولاېت دچهار درې په ولسوالۍ کې دناټو او افغان ځواکونو دمشترکو پوځي عملېاتو په دوران کې وژل شوي دي.

د کندوز سېمه اېز چارواکي واېې چې د طالبانو وژل شوی قوماندان ملا بهادر نومېده چې وېل کېږی څو سوه کسانو ېې د قوماندې لاندې جنگ کاوه.

دتېرو دوو کلونو په دوران کې دطالبانو دحملو له امله د افغانستان په شمال کې امنېت ډېر زېات خراب شوی دی چی په ځواب کی ېې ناټو او افغان ځواکونو په روانه هفته کې په کندوز کې تعرضي عملېات شروع کړل.

له بلی خوا اېټالېا نن ووېل چی ېو عسکر ېې دافغانستان په لوېدېځ کی دگلستان په ولسوالۍ کې دناټو دځواکونو پر ېوه پوځي اډه باندی د حملې په دوران کې دېوه ټوپکولا په ډزو کې وژل شوی دی.

دناټو پوځي مامورانو ووېل چی ېو بل عسکر ېې دافغانستان په ختېځ کې نن دسړک پر غاړه د بم په ېوه چاودنه کې ووژل شو.

په ٢٠١٠ مېلاد ي کال کې په افغانستان کې دناټو او اېساف د٧٠٠ زېات عسکر وژل شوي دي، چی دتېرو لسو کلونو په دوران کې دتلفاتو په حساب دخارجي قواو لپاره ېو سخت وژونکی او مرگانی کال گڼل کېږي

په عېن وخت کې دAP خبري اژانس راپور ورکړ چی دامرېکا دکورني امنېت وزېره مېرمن جېنېټ ناپولېټانوپه کابل کی ده ترڅو دامنېتی وضع په اړه معلومات راټول کړي .

نوموړې دافغانستان دحکومت او په کابل کی دامرېکا دلوړ پوړو پوځي مامورانو سره ملاقات کوي.

XS
SM
MD
LG