د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې په یوې پوځې اډې برید شوی


په کندهار کې په یوې پوځې اډې برید شوی

په کندهار کې په یوې پوځې اډې برید شوی

د افغانستان حکومتي چاوراکي واېې چې طالبانو په قندهار کې دامرېکا په ېوه پوځي اډه باندې حمله کړې.

دکورنېو چارو د وزارت مامورانو ووېل چې کم ترکمه درېو وسله والو طالبانو نن په قندها رکې ددغې پوځي اډې په ودانۍ باندې د ټوپکو ډزې وکړې. مامورانو ووېل چې دوه تنه حمله کوونکي دامنېتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ولگېدل او ووژل شول.

دناټو ېوه وېاند د حملې خبر تصدېق کړ او وېې وېل چې په ننني برېد کې اېتلافي ځواکونو ته زېان نه رسېدلی خو گومان کېږي چې ېواځي یو افغان عسکر زخمي شوې وی.

د حملې نه وروسته عسکرو ېو موتړ ومونده چې د اډې سره نژدې ولاړ ؤ او چاودېدونکي مواد په کې ځاې پر ځاې شوي وو.

کوم سړک چې نوموړې اډې ته ځي تړل شوی دی او عېني شاهدانو ووېل چې د حملې د دفع کولو پر مهال ېې د ټوپکو ډزې او د چاودنو اوازونه واورېدل. طالبانو ددغې حملې مسوولېت په خپله غاړه واخېستی.

XS
SM
MD
LG