د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ځانمرګه برید شوی


کندهار کې ځانمرګه برید شوی

کندهار کې ځانمرګه برید شوی

افغان مامورین وایي یوه ځان مرګه، د قندهار په ښار کې د یوې غیر حکومتي موسسې ودانۍ ته نږدې د موټربم چاودنه شوی او څلور کسه یی وژلي دي.

مقامات وایي لږ تر لږه څلورکسه نن سهارپه دغه پیښه کې زخمي شویدي.

د چاودنې نه وروسته سمدستي وسلوالو یاغیانو ځانونه سېمې ته ورسول او د څارویو، یو کلینیک یې ونیوی. افغان مامورین وایی یاغیانو په امنیتي قواوو ډزې وکړې.

دغه موټر بم هغه ځای ته نژدې وچول شو چې د امریکا د ادارو په ګډون د څو بین المللي موسسو دفترونه په کې شامل دي. طالبانو ویلی دي چه دا چاودنه دوي کړیده. د طالبانونطاق وویل دحملې هدف د ملگرو ملتونو دفترونه وو. خو محلي مامورینو وویل موټر بم د امریکا د بین المللي خیریه مرستو او انکشاف د موسسې دفترونو نه د باندې وچاودیده.

XS
SM
MD
LG