د لاس رسي وړ اتصالات

په سپین بولدک او ټرینکوټ کې ځانمرګه بریدونه


Archive

Archive

افغان چارواکي وايي چې یوه ځانمرګه برید کونکي نن د جمعې په ورځ د پولیسو په مینځ کې چې د غرمۍ ير ډوډۍ ناست وو ځان ته انفجار ورکړی دی ۱۲ پولیسان یې وژلي دي.

برید د ارزګان ولایت په ترینکوټ ښار کې شوی دی. ولایتي چارواکي وايي چې د پولیسو په نښه شوی ماموریت د کندهار- ارزګان د لویې لارې د ګزمې مرکز وو.

سمدستي چا د پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. پلټونکي وايي چې دا معلومه نه ده چې برید کونکی د امنیتي کمربندونو څخه ورتیر شوی څنګه دی.

بلي خواه ته بیا افغان چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ یوه ځانمرګه برید کونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې برید کړی دی د سرحدي پولیسو یو قوماندان او یو ملکي کس یې وژلی دی. په برید کې ۸ کسه ټپیان شوي هم دي.

چارواکي وايي چې پېښه د سپین بولدک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده او سمدستي یې چا مسولیت نه دی منلی. دغه راز بریدونه تل طالب یاغیان کوي.

په دې ورستیو اونیوو کې طالب یاغیانو د سړک غاړې بمونو او ځانمرګه بریدونو ته زور ورکړی دی او په لړ کې یې افغان چارواکي ، ناټو او افغان قواووې په نښه کوي.
XS
SM
MD
LG