د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژلي


افغان چارواکي وایي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې چې د هیواد په بیلا برخو کښې ېې کړیدي، 18 طالبان او پنځه افغان عسکر وژل شویدي.

د وردګو د ولایت ویاند د اې پي خبري اژانس ته ویلي دي په هغو عملیاتو کښې چې د دوشنبې په ورځ پاي ته ورسیدل، 16 طالبان وژل شوي او دوه تنه نور یې ژوندي نیول شویدي. ویاند وایي په یادشویو عملیاتو کښې دوه افغان عسکر وژل شوي او شپږ نور یې ټپي شويدي.

بل پلو د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک وایي چې د ملي امنیت موظفینو د طالبانو په یوې ډلې چې نیت یې درلود د پولیسو په یوې پوستې برید وکړي، حمله کړیده، دوه تنه یې وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی. ښاغلی ځواک وایي چې په ډزو کښې د ملي امنیت یو تن کارکوونکی ټپي شویدی.

همدا راز د ننګرهار په ولایت کښې چارواکي وایي چې طالبانو د ملي پولیسو په یوې پوستې برید کړیدی چې لږ تر لږ 3 تنه پولیس پکښې وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG