د لاس رسي وړ اتصالات

د نوزاد او لښکرګاه پر لاري یاغیانو بریدونه کړي


Archive
Archive
په هلمند کې د ناامنيو په وروستۍ پېښه کې سیمه ييز امنيتي مقامات وايي چي سل ګونو وسله والو د شپې ناوخته د نوزاد او لښکرګاه ترمنځ د لويې لارې پر سر پرامنيتي پوستو باندې بریدونه پیل کړل چي د ورځي تر لسو بجو پوري يې دوام درلودی .

جګړه دقیقآ د سمینار په سیمه کې رامنځ ته شوې چي په ناامنه کيدو سره يې د موسی کلا ، ګرشک ،سنګین ،باغران او کجکي ولسوالیو لاري له ولايتي مرکز سره پرې کېدای شي.

په هلمند کې دعامه نظم د ساتنې د پوليسو يو مقام سمونوال غلام سخي وايي چې د وسله والو په وړاندې دافغان ځواکونو جګړه کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او په همدې شمېر کې نور ټپيان شوي دي .

دی زیاتوي چې د وسله والو په منځ کې تر ډیره پوري بهرني جنګیالي هم شامل وو. هیڅ یوه امنيتي ساحه د وسله والو لاس ته نده لوېدلې. جنرال غلام سخي داسي وايي،، د تیري شپې پر ۱۲ بجې د نوزاد او لښګر ګاه ترمنځ پرلویه لار دښمن يوه لویه حمله وکړه چي زموږ دپټومعلوماتو پر اساس تر ۳ سوه زیاتو وسله والو پکښې برخه درلوده د نن ورځي تر ۱۰بجو پوري يې حملو دوام درلودی خو له نیکه مرغه د پوليسو او زموږ دامنيتي قواوو له لوري يې په وړاندي جګړه وشول چي ۱۵ وسله او ۲ دملي اوردو سرتیري پکښې وژل شوي او تر ۱۵ زیات وسله وال او ۳ د ملي اوردو سرتیري پکښې ټپیان شوي ،، .


د یوه بل خبر له مخې افغان پولیس وایي طالبانو د دوشنبې په ورځ د هرات ولایت د اوبې په ولسوالۍ کې د هغوي په پوستې برید کړی او لږ تر لږ د پولیسو دوه افسران او درې عام خلک یې وژلي دي.

د افغان پولیسو یوه خوردضابط شیر آغا الکوزي اې پي خبري اژنس ته ویلي دي چې پدې برید کې څلور تنه یاغیان هم وژل شویدي.

د پولیسو ددغه چارواکي په وینا وژل شوي بزګران وو او هغه وخت د یاغیانو لخوا ووژل شول چې د ډزو نه د بچ کیدو په خاطر یې پخپلو پټیو کې منډي وهلې.

رپوټ وایي د هغه وخت نه راپدیخوا چې نړیوالو ځواکونو د امنیت ساتلو مسؤلیت افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی، ورسره په افغان او نړیوالو ځواکونو د طالبانو بریدونو هم زور اخیستی.
XS
SM
MD
LG