د لاس رسي وړ اتصالات

۸ امریکايي سرتیري د خپل ملګري د ځان وژنې په تړاو محاکمه کیږي


۸ امریکايي سرتیري د خپل ملګري د ځان وژنې په تړاو محاکمه کیږي
۸ امریکايي سرتیري د خپل ملګري د ځان وژنې په تړاو محاکمه کیږي

د اسوشیټید خبري آژانس خبر ورکوي چې یو آمریکايي سرتیری چې پرې دا تور دی چې خپل ملګری سرتیری یې په عذاب کړی و او په لړ کې یې یادشوي ۱۹ کلن سرتیري په افغانستان کې خود کوشي وکړه، نن د یکشنبې په ورځ محاکمه کیږي.

د هغه لومړۍ محاکمه به په یوه نظامي مرکز کې د افغانستان په جنوب کې نن د یکشنبې په ورځ پیل شي.

د هغه محاکمه په داسي حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ وايي چې دوه تنه عسکر یې په غیر محاربوي پېښو کې وژل شوي او دغه راز دوه افغان پولیسان هم دسړک غاړې د یوه بم د چاودنې له امله وژل شوي.

پر خوردظابط راین افت باندي د غفلت، غیر دواطلب قتل او د خوردظابط دني چن سره د ناوړه چلند تورونه لګیدلي دي.

خوردظابط افت د نورو ۷ عسکرو سره یوځای د محاکمې سره مخامخ دی.

د پېښې څیړونکي وايي چې چن د اکټوبر پر ۳ مه نېټه په افغانستان کې وروسته له هغه نه وویشتی چې ورسره د څو اونیوو راهیسي د جنسیت پر بنسټ تبعیض کیدی بې حرمتي او سپکاوی یې کیدی.

پر متهم افت او ۷ نورو ملګرو باندي یې د تیرکال د ډیسبمر په میاشت کې تورونه ولګیدل.

چن د نیویارک د ښار اوسیدونکی و او په صال کې د چین وو. هغه دوې میاشتې وروسته له هغه نه چې افغانستان ته واستول شو، ځان یې وواژه.

XS
SM
MD
LG