د لاس رسي وړ اتصالات

په فاریاب کې پنځه ماشومان وژل شوي


په فاریاب کې پنځه ماشومان وژل شوي
په فاریاب کې پنځه ماشومان وژل شوي

د افغانستان په شمال لویدیځ کي د سړک په غاړه د بم په چاودنه کي پنځه ماشومان چي څاروي یې پیول وژل شوي دي.

د فاریاب د ولایت د ( غورماچ ) د ولسوالۍ پولیس وایي چي دا پېښه پرون د جمعې په ورځ شوې ده. هغوي ویلي دي چي دغي چاودني نور څلور کسه غټان هم وژلي دي یو بل کس زخمي شوی دی.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي او د ناتو چارواکو دا حمله غندلې ده.

د بین المللي امنیتی مرستندويو قواوو قوماندان جنرال ( جان ایلن ) دا چاودنه یوه غمجنه پېښه وبلله او ویې ویل چي ددې چاودني نه داسي ښکاري چي افغان یاغیان د انسانانو د ژوند " هیڅ پروا نه لري. "

XS
SM
MD
LG