د لاس رسي وړ اتصالات

روشنایي غورځنګ: حکومت سره خبرې ناکامې شوې


نن د جمعې په ورځ د بامیانو د ولایت په مرکز کې په سلګونو کسانو د روشنایي غورځنګ د غوښتنو په ملاتړ لاریون وکړ
نن د جمعې په ورځ د بامیانو د ولایت په مرکز کې په سلګونو کسانو د روشنایي غورځنګ د غوښتنو په ملاتړ لاریون وکړ

روشنایي غورځنګ په نوم د یو شمیر سیاسي او مدني ټولنې د ډلو ائتلاف وایي، د افغان حکومت او د دغې ائتلاف د استازو ترمنځ د ترکمنستان څخه افغانستان مرکزي او جنوبي ولایتونو ته د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه د مزي د غځولو په سر د راپورته شوي جنجال د هوارلو لپاره خبرې ناکامې شوي دي.

افغان حکومت د تیرو دوو ورځو راهیسې د یو دوه کسیز پلاوي له لارې چې د جمهو ررئیس غني ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي او د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی په کې غړیتوب لري د روشنایي غورځنګ د رضایت ترلاسه کولو لپاره دغې غورځنګ سره خبرې پیل کړی وې، خو اوس د روشنایي غورځنګ وایي دا خبرې د جمعې په ورځ بې پایلې پای ته رسیدلي دي او اوس دا ائتلاف به د خپلو غوښتنو لپاره د شنبې ‎په ورخ په کابل کې لاریون وکړي.

ددغه غورځنګ یو غړي داود ناجي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو لپاره په وړاندې شوي وړاندیز باندې د نظر د اختلاف له امله بې پایلې پای ته ورسیدې.

داوود ناجي وویل " د وړاندیز لومړۍ ماده چې هرڅه په کې ځای شوي وو، هغه یې بدله کړه چې د خبرو په سر د موافقې ټولې محتوا ته یې بدلون ورکوه، د همدې له امله مونږ د حکومت دوهم وړاندیز و نه منه او د خبرو د پیل لپاره دا تګ راتګ ناکام شو او زمونږ لاریون په خپل ځای دی".

داود ناجي د وینا له مخې افغان حکومت غوښتل د روشنايي غورځنګ سره د ترکمنستان څخه د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د غځولو لپاره د ټاکل شوې لارې او د بریښنا د ظرفیت په هکله خبرې وکړي.

د روشنایي غورځنګ استازو د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا غورځنګ لا هم په خپله خبره ولاړ دی او د ترکمنستان څخه د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د غځولو لاره یوازې او یوازې د بامیان له لارې غواړي.

ددغه غورځنګ یو چارواکي احمد بهزاد وویل " سوله ایزه لاریون چې سبا به یې ترسره کړو محدود به نه وي او د ښار په لارو کوڅو کې به پاتې شو او دا یو د مدني نافرمانیو څخه دی، په هیڅ ډول به زور زیاتې ته مخه ونه کړو".

د ولسي جرګې دغه غړي خبرداری ورکړ که چیرې افغان حکومت له زور څخه کار واخلي، عواقب به یې د حکومت په غاړه وي.

د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، چې بامیانو ته د بریښنا د رسولو لپاره تړون لا دمخه لاسلیک شوی او لازمه بودیجه هم ورته بیله شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې بامیانو ته د ۳۰۰ میګا واټه بریښنا د رسولو د سروې کار تر راتلونکو شپږ میاشتو بشپړیږي چې ورسره سم به تر راتلوونکو دریو کلونو بامیانو ته بریښنا ورسول شي او ۲۴ زره کورنو ته به په لومړي پړاو کې بریښنا ورکړل شي.

ښاغلي مرتضوي وویل " لاریون د هر هیوادوال حق دی،افغان حکومت تل د خلکو غږ اوریدلی دی،خو هغه څه چې د روشنایي غورځنګ یې د یوې غوښتنې په توګه وړاندې کوي، هغه غوښتنه عملي شوې ده، خو که کوم بل اعتراض شتون ولري مونږ پرې پوره خبر نه یو".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل چې افغان حکومت به د سوله ایز لاریون امنیت د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

د روشنایي غورځنګ د روان کال د می د میاشتې په نیمایي کې په کابل کې یو لاریون ترسره کړې وو، چې افغان حکومت د ښار واټونو ته د لاریون کوونکو د ورتګ د مخنیوي لار د کابل ښار زیاتې برخې په کانټنرونو تړلې وې چې ورسره د ښار له یوې برخې بلې برخې ته د ښاریانو تګ راتګ یې ناشونی کړی وو.

XS
SM
MD
LG