د لاس رسي وړ اتصالات

په نویو تذکرو کې به هرچا ته دوه سنده ورکړل شي


اجرائیه ریاست وايي، چې د برېښنايي تذکرو د ویش لپاره یې یوه نوې طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړې ده
اجرائیه ریاست وايي، چې د برېښنايي تذکرو د ویش لپاره یې یوه نوې طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړې ده

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ ته وویل، چې د نوې طرحې له مخې به وگړو ته د برېښنايي تذکرې تر څنګ یوه ضمیمه شوې کتابچه هم ورکړل شي، چې په کې به د هغوي ټول مشخصات ثبت وي.

ښاغلي میثم وویل، دا طرحه تر اوسه وروستۍ شوې نه ده او پر سر یې د ارګ او اجرائیه ریاست تر منځ سلامشورې روانې دي.

هغه وویل "... دا طرحه د نړیوالې ټولنې له خوا هم منل شوې ده، اجرائیه ریاست امیدواره دی، چې ولسمشر هم دا طرحه ومني او موږ وکولای شو چې د برېښنايي تذکرو د ویش په برخه کې عملي ګامونه پورته کړو".

د برښنايي تذکرو د ویشلو چارې وروسته له هغې له خنډ سره مخ شوې چې په دې تذکرو کې د دین، ملت او قوم د نومونو په ذکر کولو او نه ذکر کولو ناندرۍ راپورته شوې.

ښاغلي میثم وویل، چې د نوې طرحې له مخې به د افغان کلمه او نور اختلافي ټکي د برېښنايي تذکرو پر مخ نه راځي، بلکې د وګړو په اړه دا ټول معلومات به په یوې بېلې کتابچې کې درج او خلکو ته وویشل شي.

د امریکا غږ په دې اړه د جمهوري ریاست د نظر د اخیستولو هڅه وکړه خو بریالي نشو.

له بلې خوا د افغان ملي غورځنګ په نوم یو بنسټ د یوې اعلامیې له لارې د برېښنايي تذکرو په اړه د نوې طرحې په وړاندې کلک غبرګون ښودلی او په دې تذکرو کې یې په څرګند ډول د افغان کلمې لیکلو غوښتنه کړې ده.

د افغان ملي غورځنګ مشر خوشحال روهي امریکا غږ ته وویل "که چیرې دوی په دې باندې سلا شي او یا کابینه وغواړي چې دغه پیژندپاڼې د افغان د کلمې له ذکر پرته وویشي، دا ځل موږ په ټول توان سره د دې په مقابل کې ودریږو، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلکو له پخوا خبرداری ورکړی چې دغسې تذکرې به دوی په هیڅ قیمت وانخلي".

خوشحال روحي زیاته کړه، چې د دغه غورځنګ د پخوانیو اعتراضونو او لاريونونو په غبرګون ولسمشر غني د غورځنګ له غړو سره ژمنه کړې وه چې په تذکرو کې به د افغان کلمه ذکر او د تذکرو د وېش لپاره به یوه خپلواکه اداره جوړه کړي.

هغه حکومت ته خبرداری هم ورکړ، که د سوله ييزو اعتراضونو په ترڅ کې لاريون‌کوونکو ته زيان ورسېد، مسووليت به يې د حکومت په غاړه وي.

له دې مخکې هم په کابل، ننګرهار او ځينو نورو ولایتونو کې یو شمېر خلکو لاریونونه کړي وو او په تذکرو کې یې د دین او افغان کلمې د لیکلو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG