د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار د افغانستان په ختیځ کې که له هیواد بهر دی؟


د حکمتیار-اسلامي حزب تل ټینگار کوي چې ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې اوسیږي
د حکمتیار-اسلامي حزب تل ټینگار کوي چې ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې اوسیږي

د حکمتیار د اسلامي ګوند یوه چارواکي امریکا غږ ته وویل چې گلبدین حکمتیار د افغانستان په ختیځ کې اوسیږي، خو د ارغندیوال ګوند بیا وايي هیواد ته د حکمتیار د راتلو تمه کوي.

د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي نه یوې جلا شوې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان د حکومت او د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د تړون ملاتړ کوي. په اعلامیه کې همداشان راغلي دي چې د ارغندیوال اسلامي ګوند "دننه هیواد ته د (حکمتیار) د باعزته راتگ تمه کوي".

د ارغندیوال په مشرۍ اسلامي ګوند همداشان ویلي دي چې د حکمتیار – د اسلامي ګوند د وړاندیز چې ارغندیوال یې د افغانستان د حکومت په کابینه کې د وزیر په توگه معرفي کړی، درناوی کوي، خو د ښاغلي ارغندیوال په ځای "ښه گڼو چې د خپل پام وړ کاندیدان زمونږ د مهاجرو وروڼو له ډلې نه چې د سولې له پروسې سره یوځای شوي او راغلي دي، کابینې ته معرفي کړي".

د افغان چاوراکو په خبره، د حکمتیار د اسلامي ګوند پلویان تر ډیره د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ایالت کې اوسیږي او د ارغندیوال د اړخ اعلامیه که څه هم چې په نرمو ادبیاتو بیان شوې خو تر ډیره د ښاغلي حکمتیار او د هغه د پلویانو بهرنیو په ځانگړې توگه د پاکستان سره تعلقاتو ته اشاره کوي.

د افغانستان په ختیځ کې؟

خو د حکمتیار-اسلامي حزب تل ټینگار کوي چې ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې اوسیږي.

د اسلامي حزب د فرهنگي او مطبوعاتي کمیټې رئیس قریب الرحمان سعید، د امریکا غږ ته وویل چې گلبدین حکمتیار د افغانستان په یو ختیځ ولایت کې اوسیږي. ښاغلي سعید د گلبدین حکمتیار د اوسیدو د ځای او د ولایت نوم څرگند نه کړ.

که څه هم چې د افغانستان د حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب ترمنځ د سولې له موافقې نه څه دپاسه شپږ میاشتې تیریږي او د سږکال په فبرورۍ کې د ښاغلي حکمتیار نوم د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د ترهگرۍ له لیست نه وایستل شو، د ښاغلي حکمتیار د اوسیدو ځای اوس هم نامعلومه دی.

XS
SM
MD
LG