د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د حکمتیار د نوم ایستل


افغان حکومت وایي پر حزب اسلامي باندې د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ورسره دی
افغان حکومت وایي پر حزب اسلامي باندې د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ورسره دی

د افغان حکومت یوه منبع وایي، چې د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د پلاوي سره په کابل کې د سولې د موافقې د لاسلیک وروسته د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د ګلبدین حکمتیار او د اسلامي حزب د ځینو نورو چارواکو د نومونو د ایستلو کار پیل شوی دی.

د افغانستان حکومت دغه منبع زیاتوي چې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې څخه د ملګروملتونو، امریکا او د یو شمیر نورو هیوادونو ملاتړ په دې برخه کې لومړی قدم و، چې تیره ورځ واخیستل شو.

منبع وایي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د اسلامي حزب د مشر او نورو چارواکو د نومونو له ایستلو وروسته به ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او د افغانستان له جمهوررئیس محمد اشرف غني سره به د سولې موافقه لاسلیک کړي او د پلي کیدو کار به یې په عمل کې پیل شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند، اسلامي حزب سره د سولې د هوکړې څخه نړیوال ملاتړ ته په پاملرنې هیله لري چې دا کارونه به ژر وشي او په ترڅ کې به یې اسلامي حزب ته دننه په افغانستان کې د سیاسي فعالیت امکانات برابر شی.

مولوي اوچقوند امریکا غږ ته وویل "په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو او د امنیت شورا دا یو ښه قدم ګڼلی دی او هم د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ".

مولوي اوچقوند د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د هوکړې په اړه د ښځو د ځینو ادارو له خوا د اندیښنو د څرګندولو په باب وویل چې هغوی دې د موافقې متن مطالعه کړي. د هغه په وینا په دغه موافقه کې داسې څه نشته چې د اندیښنې وړ وي.

مولوي اوچقوند وویل " د افغانستان په دننه کې یو لړ غبرګونونه په ټولنه کې د ښځو د پرمختګ په برخه کې راڅرګند شول چې هغوی اندیښنې لرلې، چې زه فکر کوم که چیرې هغوی د هوکړې اصل متن په سمه وګوري د هیواد په دننه کې چې کومې اندیښنې دي هغه به هم له منځه لاړې شي ".

تراوسه دا لا څرګنده نه ده چې د اسلامي حزب په مشر او نورو چارواکو به کله دا بندیزونه لرې شي او حکمتیار به کابل ته راستون شي.

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ډاکټر ویدر صافی وایي، چې په اشخاصو، هیوادونو او سازمانونو باندې بندیزونه د ملګروملتونو د امنیت د شورا د پریکړې له مخې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله یې تائیدوي ایښودل کیږي او بیا د امنیت د شورا له خوا د رایو په اکثریت هغه وخت لرې کیږي چې د مربوطه هیوادونو له خوا له دغې ټولنې څخه یې رسمي غوښتنه وشي او د امنیت شورا پنځه دایمي غړي یې ملاتړ وکړي.

افغان حکومت وایي د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ورسره دی.

تیره ورځ د افغانستان جمهور رئیس په ارګ کې د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي سره په کتنه کې، هیله وښوده چې ګلبدین حکمتیار به ژر کابل ته راستون شي.

په دې غونډه کې د اسلامي حزب یو شمیر هغه چارواکي او مشران هم حاضر وو چې له اوږدو کلونو راهیسې په کابل کې ژوند کوي.

د ارګ څخه په خپور شوي یو بیان کې د جمهور رئیس غني له خولې ویل شوي، چې په اوسنیو شرایطو کې په بریالیتوب سره د دغو مذاکراتو ترسره کولو ګټې دادي چې بین الافغاني مذاکرات نتیجې ته ورسېدل، ټول باید د ملي ګټو په اړه او افغانستان شموله فکر وکړي، د دغې موافقتنامې لاسلیک ته د افغانستان شریکان او رقیبان منتظر وو، دا موافقه د کوم چا په ضد او یا کمزوري کولو لپاره نه، بلکې د ملي ګټو په خاطر ترسره کېږي او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان وسله والو مخالفانو ته د سولې واضح پیغام ورکوي.

محمد اشرف غني وویل، د هېواد د جمهور رئیس په توګه دا زما اسلامي او ملي دنده ده چې په افغانستان کې د قانوني او باعزته سولې د تامین لپاره عملي هلې ځلې او اقدامات وکړم.

جمهور رئیس وویل، هر حزب چې په ولسواکیزه، سوله ییزه او منسجمه توګه صحنې ته داخلېږي، نو سیاسي هندسې ته مثبت بدلون ورکوي.

XS
SM
MD
LG