د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر:  له طالبانو هیڅکله سوله نغواړو، اړباسو یې


ښاغلی اتمر وایي "په افغانستان کې د داعش هیڅ پټنځای نه پرېږدو او له دې لارې د نړۍ او بشریت سره مرسته کوو"
ښاغلی اتمر وایي "په افغانستان کې د داعش هیڅ پټنځای نه پرېږدو او له دې لارې د نړۍ او بشریت سره مرسته کوو"

افغان حکومت له مخالفو وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره نوي کرښې ټاکلي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار کې د افغان پوځ منسوبینو ته په وینا کې وویل چې "مونږ به هیڅکله له طالبانو او ترهگرو نه سوله ونه غواړو، مونږ به دوی سولې ته مجبوره کړو".

ښاغلي اتمر وویل چې سولې ته د ترهگرو د مجبورولو معنی داده چې په جگړه کې "هیڅوک د افغانستان پر خلکو باندې نه دي بریالي شوي".

نوموړي وویل چې په ټول قوت سره به د طالبانو او حقاني ډلې او "د دوی د خارجي همکارانو" پر ضد وجنگیږي تر څو هغه عناصر چې "په د ې تروریستانو کې افغانان دي، مجبوره شي او د مجبوریته سولې ته کښیني".

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له څه باندې یوه کال راهیسې په ټپه دریدلي.

پخوا افغان چارواکو ویلي و چې که طالبان له جګړې لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون ومني او ترهګري وغندي، نو د سولې او سیاسي جوړجاړې ور به یې پر مخ پرانستی وي.

حنیف اتمر پداسې حال کې سولې ته د طالبانو په زوره د اړ ایستلو خبره کوي چې په افغانستان کې وسله والو نښتو د پخوا په پرتله زور اخیستي او امریکايي پوځي چارواکو دغه هیواد ته د اضافي پوځیانو د لیږلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG