د لاس رسي وړ اتصالات

مینه پال: د سولې په اړه د پاکستان له هڅو مایوسه شوي یو


جمهور رئیس غني وایي، که پاکستان د افغانستان په باب خپله پالیسي بدله نه کړي نو دوی به د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.

جمهور رئیس غني وایي، که پاکستان د افغانستان په باب خپله پالیسي بدله نه کړي نو دوی به د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا سره د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نور له پاکستان څخه دا تمه نه لري چې دا هیواد به طالبان د سولې د خبرو ته حاضر کړي، نو د همدې له امله افغان حکومت په نورو لارو چارو هم غورکوي.

ښاغلي مینه پال وویل " تاسو به په وروستیو کې زمونږد بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین څرګندونې اوریدلي وي، د هغه ترڅنګ ولسمشر د ملي شورا په ګډه غونډه کې هم دا خبره وکړه، چې مونږ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته مستقیمآ د پاکستان په اړه شکایت وکړو دا هغه څه دي چې زمونږ دایمي استازی یې په ملګروملتونو کې تعقیبوي".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل، افغان حکومت چې ملګرو ملتونو ته کوم اسناد برابروي په هغې کې به د وسله والو مخالفانو سره د پاکستان د همکارۍ په باب اسناد هم موجود وي.

هغه وویل " پاکستان تراوسه پورې لا هم د سولې او خبرو د عمل ډګر ته دی داخل شوی، نو فیصله پر دې باندې وشوه چې نور وخت ضایع نه شي، مونږ نور مسایل له نورو چینلونو مثلآ د ملګروملتونو د امنیت د شورا له لارې دا چې پاکستان ترهګر روزي، پاکستان ترهګرو ته ځای ورکوي، پاکستان ترهګرو ته امکانات ورکوي او پاکستان ترهګرو ته استخبارات ورکوي دا موضوع باید تعقیب کړو ".

ښاغلي مینه پال وویل، چې ترهغې چې پاکستان د څلور اړخیز بهیر په غوڼدو کې په خپلوکړو ژمنو عمل ونه کړي، افغان حکومت د دغه بهیر او د سولې د خبرو په نوم خبرې هم بې ګټې بولي.

هغه زیاته کړه چې " ولسمشر وویل چې نور د پاکستان څخه د سولې تمه نه لري او دا تمه نه لري چې هغه کسان چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې دریدلي دي او جګړې ته دوام ورکوي هغوی به خبرو ته حاضر کړي".

جمهور رئیس غني تیره اونۍ د افغانستان ملي شورا ته په وینا کې د افغانستان د خلکو هغه غوښتنه پر ځای وبلله چې له افغان حکومت غواړي د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاس وهنو په هکله د ملګروملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

ښاغلي غني وویل، چې که پاکستان د افغانستان په باب خپله پالیسي بدله نه کړي نو دوی به د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې امنیت شورا ته د شکایت پر وخت افغان حکومت باید ډیر موثق او قوي اسناد دغې ادارې ته وړاندې کړي، چې ددغه شمیر پوهانو پر وینا دا کار ډیر اسان هم نه دی.

د پوهنتون یو استاد ډاکټر لطیف نظري وایي امنیت شورا ته شکایت به افغانستان ته چندانې ګټه ونه رسوي او لا به پاکستان د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره مرستې او همکارۍ ته وهڅوي.

د ښاغلي نظري په وینا دا به ښه وي چې افغانستان د هغو هیوادونو له لارې پر پاکستان فشار زیات کړي، چې په دغه هیواد اغیزه لري.

XS
SM
MD
LG