د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله او غني نوی تفاهم د بروکسل له غونډې وروسته اعلانیږي


غني او عبدالله د خپلمنځي اختلافونو د حل لپاره څو ځلې سره یو په یو کتلي دي
غني او عبدالله د خپلمنځي اختلافونو د حل لپاره څو ځلې سره یو په یو کتلي دي

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطامحمد نور ویلي دي چې د "افغانستان په کچه" بدلونونه او د حکومت د مشرانو د خبرو اترو نتیجې د بروکسل له غونډې وروسته په ډاگه کیږي.

د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د څو ځلي یو په یو خبرو سره سره تر اوسه د دواړو ترمنځ د جوړ جاړي په هکله په رسمي بڼه څه نه دي ویل شوي.

د خبرو د هر پړاو وروسته د حکومت دواړو رئیسانو په جلا جلا خبر پاڼو کې ویلي دي چې غونډې یې په "صمیمانه فضا" کې شوي دي.

په دې ترڅ کې د جمعیت اسلامي د گوند اجرائیه رئیس او د بلخ سرپرست والي عطامحمدنور، ویلي دي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله د مذاکراتو پایلې به د افغانستان په هکله د بروکسل له غونډې (۴-۵ اکتوبر ۲۰۱۶) وروسته اعلان شي.

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ وویل "د جمهور رئیس سره مو هم تفاهم درلود او د اجرائیه رئیس سره هم، لکه څنگه چې مو دمخه وعده کړې وه یو قوي او ملي حرکت مو پیل کړ او هغه وضیعت چې په کابل کې و هغه مو بدل کړ او خبرې یو ښه ځای ته رسیېدلي له اختر څخه ١٥ ورځې وروسته د پایلو ډیره برخه به د بروکسل له غونډې وروسته اعلان کړو چې مونږ به د افغانستان په کچه څه بدلونونه راوړوو".

د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه وروسته له هغې څرگند شول چې ډاکتر عبدالله د جمهور رئیس غني پر سیاستونو په جدي توگه انتقاد وکړ او ویې ویل چې په حکومتي ټاکنو او تصمیمونو کې له ده سره لازمې مشورې نه کیږي.

په غبرگون کې جمهوري ریاست وویل چې د ډاکتر عبدالله څرگندونې "د دولت دارۍ له روحیې او موازینو سره سمونه نه درلود".

په دې ترڅ کې یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونو په ځانگړې توگه د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزی د لوی جرگې د جوړیدو غوښتنه کړې ده چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو د اختلافونو د حل لپاره اساسي لار ولټوي.

XS
SM
MD
LG