د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د نويو کډوالو هر پنځم افغان دی


د افغاانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي په هیواد کې د بې کارۍ کچه په سلو کې ٢۴ ته رسېدلې ده.
د افغاانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي په هیواد کې د بې کارۍ کچه په سلو کې ٢۴ ته رسېدلې ده.

د مهاجرینو د چارو وزیر حسیني عالمي بلخي وایي د اټکل له مخې سږکال به د تلونکیو مهاجرینو شمېر د کال تر پایه ١٦٠ زرو ته ورسیږي.

محمود فهیم آذر په دې تازه وختونو کې، په افغانستان کې له دولسم ټولگي نه فارغ شو. د هغه کورنۍ د متوسطې طبقې څخه ده او کولای شول چې پوهنتون ته هم لاړ شي، خو هغه د دې په ځای په ٥٦٠٠ ډالرو د ترکیې ویزه او د الوتکې ټکټ واخیستل او ترکېې ته ولاړ.

ښاغلی آذر ددې کار د وجې په اړه وایي دلته هره ورځ ځان مرگي پېښی زیاتېږي، او کله چی یو سړی له کورنه وزي، نو نه پوهېږي چی بیرته به روغ راستون شي او که نه.

هغه له ترکېې نه فنلنډ ته ځی چې د نورو زښتو ډېرو مهاجرینو له نړۍ وال بهیر سره به په اروپا کې یوځای شي.

رپوټ وايي اروپا ته د مهاجرینو دغه نوی سیلاب د دوېمی نړۍ والې جگړې نه وروسته د مهاجرینو تر ټولو غټ شمېر دی چی له بد امنۍ، بیکارۍ او فقر نه تښتي.

ملگري ملتونه وايی د مهاجرینو په دې ستر بهیر کې د افغان مهاجرنیو شمېر د ملیت له مخې په دویمه درجه کې دی او د ټولو مهاجرینو په شمېر کې تقریبا هر پنځم مهاجر افغان دی.

د افغانستان په مهاجرینو کې د منځنۍ او لوړې طبقې خلک شامل دي او داسی افغانان هم پکې شته دي چی د هغوی له مسلکي پوهې او مهارت نه ددې هېواد په ودانولو کې کار اخېستل کېدلی شي.

خو څرنگه چی افغاانستان په فقر او جگړه کې را ایسار دی، نو ېو شمېر خلک په تېره ځوانان ترېنه تښتي. که څه هم د متحده ایالاتو له خوانه هلته مداخله وشوه او په ملیاردو ډالر د مرستو په توگه ولگول شول، چی اقتصادي سوکالي او امن راشي، مگر د جگړې او فقر چاره ونشوله.

محمد فهیم آذر وايي "... هغه کسان چی په افغانستان کې یا کار لری او یا ښوونځي ته ځي هغوی هم په دې ډاډه ندي چی د افغانستان په اینده کې به کوم بدلون راولي که نه".

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې زده کړه او یا کار کول امکان نلري. ډېر کسان د اينده په برخه کې نا امیده او بې باوره دي، له همدې امله هرڅوک کوشش کوي چی بهر ته ولاړ شی.

د افغاانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د بې کارۍ کچه په سلو کې ٢۴ ته رسېدلې ده. په دغه هېواد کې د کانونو د صنعت پرمختگ ته ډېره هیله کېدله خو هغه هم د جگړو له امله له کاره لوېدلي دي.

ښاغلی بلخي، وايي وروسته له هغه نه چی داعش په ننگرهار کې جگړه پیل کړله، نو د مهاجرت شمېر زیات شو. په تېره د کندز له پېښې نه وروسته خو له هېواد نه د تلونکیو مهاجرینو شمېر زښت ډېر زېات شو.

ښاغلی بلخی تمه لری چی دا شمېر به د کال تر اخره پورې د یو اټکل له مخې١٦٠ زرو ته ورسیږي. دا شمېر د ٢٠١٣ کال د مهاجرینود شمېر په پرتله څلور چنده زېات دی.

کله چی په ٢٠٠١ کال کې متحده ایالاتو پر افغانستان د طالبانو درژیم د پرزولو لپاره یرغل وکړ، نو ترهغې وروسته ٥،٨ ملیونه مهاجران بیرته افغانستان ته راستانه شول. خو پنځه کاله مخکې، د بیرته راستنیدونکیو مهاجرینو شمېر هغه وخت مخ په کمېدو شو چی یاغیانو بیرته خپلی ډلگۍ منظمې او فعالیتونه پیل کړل او د بیارغاونې کارونه هم سوکه شول.

هغه کسان چی له افغانستا ن نه وتلی دي هغوی وايی ددې هېواد ستونزې له امنیت نه پرته هم زښتې ډېرې دی. په دې کې د حکومت اداری فساد او په فساد ککړ جنگسلاران او اسلامی محافظه کاران شامل دي او دا ازادي محدودوي.

پردې سر بېره په تېرو دوو کلونو کې متحده ایالاتو او ناټو خپل زېاتره عسکر له دغه هېوادنه وایستل، طالبانو اونورو افراطي ډلگیو پرمختگ وکړ، دمرستو او پانگونې سر چینې وچې شولې، ان تردې چی د تعلیم یافته افغانانو لپاره هم ډېر کم فرصتونه موجود دي.

د ای پي رپوټ:

ژباړونکی نسیم ستانیزی

XS
SM
MD
LG