د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د شاهد افریدي کتاب په پاکستان کې 'لانجمن' بلل شوی؟


د پاکستان د کرکټ پخواني کپتان شاهد افریدي د خپل ژوند په اړه یو کتاب لیکلې او د ځینو پخوانیو مشهور لوبغاړو په اړه یې په کې تبصرې کړیدي

د شاهد افریدي کتاب لدی کبله زیاتې تبصرې پارولي او ځینو مبصرینو لانجمن بللی دی چې هغه پکې د ځینو لوبغاړو په اړه په ډاگه خپل نظر څرگند کړیدی.

شاهد افریدي په خپل کتاب کې د پخواني بیټسمین او د پاکستان د ټیم د کپتان جاوید میانداد په اړه لیکلي دي "د هند سره په یوې لوبې کې ښه وځلېدم او د لوبې غوره لوبغاړی شوم. کله چې د جایزې د پاره اعلان وشو، جاوید میانداد د څنګل نه ونیوه او راته یې وویل چې په خپلو خبرو کې ووایه چې زما د ښې لوبې علت د جاوید میانداد ښه روزنه ده."

شاهد افریدي لیکلي "د هغه ورځ نه وروسته راته معلومه شوه چې جاوید میانداد یو لوی لوبغاړی خو وړوکی انسان دی".

جاوید میانداد د افریدي د دغو تورونو په ځواب کې د ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې د هغه نه یه سپیناوی غواړي او دا چې دغه ټول تورونه ردوي.

شاهد افریدي دا هم لیکلې دي چې په ٢٠١٠ کال کې چې کله د پاکستان لوبډله د انگلستان په دوره تلی و، په هغه ملک کې د پاکستاني لوبغاړو سلمان بیټ، محمد اصف او محمد عامر د درغلۍ ( میچ فکسنگ) په اړه یې د مخکې نه معلومات لرل.

د کرکټ نه علاوه شاهد افریدي د سیاست په اړه هم ځینې څرگندونې کړیدي چې یې پکې د پوځ په هکله لیکلي چې د پاکستان پوځ ته په سیاست کې لاسوهنه نه ده پکار.

د جیو په ټلویژن د کرکټ د یوې خپرونې کوربه یحیی حسیني د پاکستان کرکټ بورډ نه وغوښتل چې پکار ده د شاهد افریدي د هغو تورونو په اړه تحقیقات وکړي چې په بورډ یې لگولي دي

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG