د لاس رسي وړ اتصالات

پر شاهین قول اردو له خونړي برید وروسته ولسمشر غني بلخ ته لاړ


پر شاهین قول اردو باندې برید کې د افغان پوځ منسوبینو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمیرې په اړه ضد او نقیضې ادعاوې شوې دي.
پر شاهین قول اردو باندې برید کې د افغان پوځ منسوبینو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمیرې په اړه ضد او نقیضې ادعاوې شوې دي.

ارګ وايي، په بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د وسله‌والو طالبانو له خونړي برید وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هغه ولایت ته تللی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل، افغان ولسمشر پر شاهین قول اردو باندې د تیرې ورځې د برید په اړه د هراړخیزې څیړنې لپاره بلخ ولایت ته تللی دی.

هغه وویل "ولسمشر نن بلخ ولایت ته لاړ، ترڅو د جمعې ورځې د پیښې هراړخیزه څیړنه وکړي او تر څنګ یې د بلخ ولایت له خلکو او د ملي اردو له سرتیرو سره غمشریکي وکړي او د پرونۍ پیښې د ټپيانو پوښتنه وکړي."

د جمعې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه لسو وسله‌والو طالبانو د افغان پوځ د دوو رنجر موټرو په واسطه د بلخ ولایت د ده دادي په ولسوالۍ کې د افغان پوځ د شاهین قول اردو په قوماندانۍ برید وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دغه برید په داسې حال کې وشو، چې د شاهین قول اردو منسوبین د جمعې لمونځ د ادا کولو په حال کې وو.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل، چې په دغه برید کې د ملي اردو څه دپاسه سلو منسوبینو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه وویل "زموږ له سلو زیات نفر شهید او ټپيان دي او د شمیره هم کره نه ده، ښايي بدلون په کې راشي."

د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، چې په دې برید کې لس تنه وسله‌والو طالبانو برخه درلوده چې ټول وژل شوي دي.

خو د بلخ د ولایتي شورا غړي شجاع‌الدین شجاع امریکا غږ ته وویل، چې په دې برید کې له یونیم سلو زیات پوځیان وژل شوي او د ټپیانو شمیر هم څه باندې یونیم سلو ته رسیږي.

وسله‌والو طالبانو د دغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په دغه برید کې یې د افغان پوځ ۵۰۰ منسوبینو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د وسله‌‌‌والو طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي تفصیلي بیان کې ویلي، دا برید یې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ډلې د مهمو غړو د وژنې د غچ اخیستلو لپاره ترسره کړی دی.

طالبانو په دغه بیان کې د لسو تنو بریدګرو هویت هم په ډاګه کړی دی.

په بیان ه کې راغلي چې دغه برید د احمد صفي بلخي، ملا لعل محمد ننګرهاري، حافظ نعمت الله کابلي، قاري فدا محمد بغلاني، حافظ ذبیح الله کندزي، انجینر طلحه وردګ، ملا جواد کندهاري، حافظ ضیاء الرحمن خوستي، عبدالبصیر پرواني او محصل محمد نبي غزنوي له خوا ترسره شوی دی.

طالبانو ویلي، چې ۴ بریدګر په شاهین قول اردو کې د عسکرۍ دنده درلوده او د هغوی نفوذي کسان وو.

د افغانستان دفاع وزارت، د طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی، چې د پیښې په اړه یې جدي پلټنې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG