د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن ـ سپین بولدک لاره په دوهمه ورځ هم تړلې وه


د جمعې په ورځ دې سیمې سره نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه چې د کرښې به دواړو خواکې په کې ۱۵ تنه ووژل شول
د جمعې په ورځ دې سیمې سره نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه چې د کرښې به دواړو خواکې په کې ۱۵ تنه ووژل شول

د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې په چمن او سپین بولدګ کې له ۱۱ ساعتونو جنګ وروسته د شنبې په ورځ هم دا لاره بنده وه.

پر دغې لار هره ورځ تر ۲۵ زرو زیات د چمن ښار ګوټي اوسیدونکې د سپین بولدک د وېش تجارتي بازار ته او د افغانستان له خوا هم په همدومره شمېر کې افغانان د پاکستان بیلا بیلو ښارونو ته د ناروغانو د درملنې او د خپلوانو د لیدو لپاره تګ راتګ کوي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا ته وويل چې په لوړه سطحه به د دغې ستونزې په حل باندې خبرې وشي. خو هغه وویل چې افغان ځواکونه پر ډیورنډ کرښه د لومړۍ درجې چمتوالي په حال کې دي.

د جمعې په ورځ تر ۱۱ ساعته نښتې وروسته د ماسپښين له دریو بجو څخه د افغانستان او پاکستاني نظاميانو ترمنځ اور بند اعلان شو او تر اوسه اوربند دی. د جمعې د ورځې په جګړو کې د کرښې په دواړو خواوو کې ۱۵ تنه وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي. په مړو او ټپیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

لقمان او جهانګیر

د لقمان او جهانګیر کلي چې د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطه اباد دي، د جمعې د ورځې د نښتو وروسته د دغو کلو ځينې اوسیدونکي چمن او ځينې يې د سپین بولدک لور ته کډوال شوي.

د جمعې په ورځ له شپږو بجو څخه تر ۸ بجو پورې د افغانستان او پاکستان د عالي رتبه نظامیانو ترمنځ غونډه هم ځکه بې پايلې پاې ته ورسیده چې پاکستان پر خپل دریځ او افغانستان پر ځپل دریځ ټينګار درلود.

جنرال عبدالرازق امریکاغږ ته وويل چې دوی ته کابل لار ښوونه کړې چې پر پاکستاني لوري به ډز نه کوي او ستونزه دوی په لوړه سطحه تعقیبوي.

د پاکستاني لورې څخه هم د بلوچستان صوبې د نظامي قواوو مشر جنرال ندیم له افغان لورې سره د خبرو پر مهال وويل چې دوی ته هم اسلام اباد لار ښوونه کړې چې دوهم ځلي امر ته يې انتظار شي.

په سپین بولدک ولسوالۍ او د وېش بازار په تجارتي مارکیټونو کې کاروبار په ټپه دریدلی او د چمن او سپین بولدک لورته په تجارتي مالونو بار لارۍ د لارې خلاصیدو ته شیبې شماري.

افغان نظامیان وايي چې ممکن تر دوو راتلونکو ورځو پورې د افغانستان او پاکستان کډ پلاوی سیمي ته ورشي. د سپین بولدک د سرحدي کمیسارۍ یوه مقام امریکاغږ ته وويل چې د ستونزې د حل تر وخته پورې به د چمن – سپین بولدک لار تړلې وي.

د بلې خوا د افغانستان په ختیځ د ننګرهار په ولایت کې افغان چارواکي وایي چې تیره ورځ تورخم سره نږدې د پاکستاني سرحدي ځواکونو د توپونو په ډزو کې تورخم سره نږدې د یوې لارۍ چلوونکی وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG