د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په دشت ارچي کې له اوږد ځنډ وروسته د پولیو واکسین پیل شو


د کندز له ښار او د ولسوالیو له مرکزونو پرته، روغتیايي ډلو ته اجازه نه وه، چې په کلیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسوي.
د کندز له ښار او د ولسوالیو له مرکزونو پرته، روغتیايي ډلو ته اجازه نه وه، چې په کلیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسوي.

د کندز ولایت روغتیايي مسولین وايي، د دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې هغه وخت د پولیو واکسین ته اجازه ورکړل شوه چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې یوه ۱۴ میاشتنۍ ماشومه په ګوزڼ اخته شوه.

له تیر یو نیم کال راهیسې د کندز له ښار او د ولسوالیو له مرکزونو پرته روغتیایي کارکونکو ته اجازه نه وه چې په کلیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسوي.

په پولیو د اخته شوې ماشومې پلار عزیزالله آمریکاغږ آشنا راډیو ته ویلي وو چې دوي به د کلیو د مشرانو په مرسته د دولت د وسله والو مخالفینو له مشرانو سره وګوري او غوښتنه به ترې وکړي چې د واکسین کمپاین ته اجازه ورکړي.

د کندز د کتلوي معافیت مسوول غلام جیلاني عطايي وايي، دوي ددشت ارچي ولسوالۍله خلکو سره اړیکې ونیولې چېپه سیمه کېباید د پولیو واکسین تطبیق شي،کنهنور ماشومان به هم په پولیو اخته شي.

ښاغلي عطايي وویل "په دشت ارچي کې د مزدلفې له فلج کیدو وروسته مونږ له مخالفینو سره د سپین ږیرو په ذریعه تماس ونیوه او وتوانیدو د کندوزپه ټولو هغو سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق کړو چې پخوا په کې اجازه نه ورکول کیده، هغوي هم په دې موافقه وکړه چې باید د دوي تر ولکې لاندې سیمو کې ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکړل شي."

په کندز کې د ملګرو ملتونو د صحي سازمان یا WHO ولایتي مسول ډاکټر عبدالکریم باجوړی وايي چې دوي به په دې ولایت کې تر لس کلنۍ پورې ۴۵۰ زره ماشومانو ته د پولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړي:

ډاکټر باجوړي وویل "واکسین به په ټول کندوز کې هر ماشوم ته ورسول شي، زمونږ هدف د ۳۳۰ زره ماشومانو واکسین کول دي خو کیدای شي دا شمیر ۴۵۰ زرو ته ورسیږي ځکه چې تر لس کلنۍ پورې ماشومانو ته د پولیو د مخنیوی واکسین ورکول کیږي او نه غواړو چې په کندوز یو ماشوم هم بې واکسینه پاتي شي."

په کندز کېد پولیو وهلې ماشومې پلار عزیزالله وايي د سپین ږیرو او قومي خلکو په مرستهوتوانیده چې په سیمه کې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي او هڅو یې نتیجه هم ورکړه.

هغه وویل "مونږ هم له ځینو مشرانو سره وکتل او خبرې مو وکړې چې که نن دغه ماشوم په ګوزڼ اخته شو سبا بل ماشوم ګوزڼ وهي، او خلکو سره د خپلو اولادونو په اړه فکر پیدا شو چې که واکسین تطبیق نه شي نو د دوي اولادونه به هم ګوزڼ ووهي، پخوا ورته نه معلومیده چې د پولیو څاڅکي څومره ګټه لري، نو هڅه یې وکړه او بلاخره د پولیو د مخنیوي څاڅکو ته اجازه ورکړل شوه."

د کندز ولایت روغتیايي مسولین وايي چې له شپږو کالو وروسته دا په دې ولایت کې د پولیو لومړی پېښه ده.

د کندز په ګډون د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین فرعي کمپاین پیل شوی چې پنځه ورځې به دوام ولري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG