د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني وایي اروپا باید د خپل سرنوښت غم په خپله وخورې


 د ناټو د غړي هیوادونو مشران
د ناټو د غړي هیوادونو مشران

د جرمنۍ صدراعظمې اینگلا میرکل د یکشنبې په ورځ ( مۍ ٢٨) وویل چې په تیرو څو ورځو کې یې دا احساس کړیده چې اروپا باید نوره په بل چا اتکا ونکړي.

میرکل دغه خبرې د اوو سترو صنعتي هېوادونو او د ناټو د غونډې نه وروسته کړیدې.

اغلې میرکل په خپلو خبرو کې د د امریکا د ولسمشر ټرمپ نوم ندی اخیستې خو داسې ښکاري چې هغې دغه خبرې اروپا ته د ټرمپ د وروستي سفر په عکس العمل کې کړيدي.

ټرمپ د پنجشنبې د ورځې د ناټو په غونډه کې د ناټو په غړي ملکونو سختې نیوکې وکړی او په دی برسیره یې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې د نړیوال تړون نه هم ملاتړ څرگند نکړ. اغلې میرکل زیاته کړه چې "هغه ورځې لاړې چې اروپا به په نورو تکیه کوله."

میرکل وویل "دا ما په تیرو څو ورځو کې ولیده او زه ځکه دا وایم چې اروپا دی خامخا د خپل راتلونکې غم پخپله وکړي. بی لشکه مونږ به د امریکا سره ملگرتیا، د برتانیې سره ښه گاونډیتوب او د نړۍ د نورو هیوادونو حتی د روسیې سره ښې اړیکې جارې وساتو."

اغلي میرکل زیاته کړه " مونږ ته باید دا معلومه وي چې مونږ به د خپل راتلونکې لپاره او د اروپا د اوسیدونکو په توگه د خپلو اهدافو لپاره پخپله مبارزه کوو."

په ایټالیې کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډې کې ټرمپ په مختلفو مسئلو د جرمني، فرانسیې، برتانیې، ایټالیې، کانډا او د جاپان د مشرانو په وړاندې سخت دریځ وښود. دغې د اروپا ډپلوماتان سخت په غوسه کړل او ځینې په هغو مسئلو پوښتنو کولو ته بیا اړ شول چې د پخوا نه پرې ټول سره موافق وو.

ټرمپ د اقلیم د بدلون سره د مبارزې د تړون د عملي کولو ژمنه هم ونکړه.

د ارویایي اتحادیې د شورا مشر ډونالډ ټسک د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه د ولسمشر ټرمپ د ملاقات نه وروسته زیات هیله من دی او وایي چې دا ملاقات د هغه سره د پخواني ملاقات په پرتله ښه و. هغه وویل

" زه په مکمله توگه باور لرم چې د ځینې بدو خاطرو پرته د جي ٧ د غونډې نه وروسته زمونږ ملگري ملکونه خپلو مسئولیتونو ته زیات ژمن دي. کله چې مونږ د امریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتو نه وروسته د نومبر په میاشت کې د ښاغلي ټرمپ سره ولیدل نو مونږ زیات ناامیده شوي وو."

د امریکا ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د ناټو په غونډې کې د ناټو په غړو تور ولگاوه چې هغوي د دفاع په برخه کې پیسې نه ورکوي. په دی برسیره ټرمپ خبردارې ورکړ چې که د ناټو غړي ملکونو د ترهگرۍ د مخنیوې لپاره نور اقدامات ونه کړل نو د مانچسټر په ډول نورې حملې به هم وشي.

اینگلا میرکل په خپلو خبرو کې د فرانسیې یادونه هم وکړه. هغې وویل چې د فرانسیې د ولسمشر ایمانویل مکرون د کامیابۍ هیله یې لرله او زیاته یې کړه "جرمني به د فرانسیې مرسته کوي. ځکه چې جرمني به هغه وخت ښه وي چې اروپا ښه وي."

فرانسیه د جرمني تر ټولو ستر تجارتي ملگرې هیواد دی. په اروپا کې د مکرون د انتخاباتو د گټلو نه وروسته دا هېله پیدا شویده چې فرانسیه او جرمني به د اروپا د اقتصاد د ښه کولو لپاره یو ځای کار وکړي.

XS
SM
MD
LG